کندهار (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): په افغانستان کې د هالنډ سفير وايي چې هېواد يې په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره درې سوه ميليونه ډالره مرسته کوي چې په دې لړ کې به کندهار ولايت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د هالنډ سفیر د وري په ١٦مه کندهار ته سفر وکړ او هلته یې د ولایتي ادارې له چارواکو سره په لیدنه کې وویل چې هېواد یې د راتلونکو ۴ کلونو لپاره له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.
هالنډي سفیر جیوفري ون لیووین زیاته کړه، د خپلو مرستو په لړ کې به کندهار ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ده په خبره، د کندهار ستراتیژیک ارزښت ته په کتو هڅه کوي دغلته پرمختیايي کارونه وشي او خلک په کار بوخت شي.
ده وویل، کندهار ته یې د سفر موخه هم دا ده چې دغلته له چارواکو او خلکو واوري چې په پرمختیايي برخه کې کومې اړتیاوې لري.
د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب وویل، د کندهار خلک د اوبو بندونو، د ښوونځیو لپاره ودانیو او روغتیايي مرکزونو جوړولو ته اړتیا لري.
نوموړي د هالنډ له سفیر څخه وغوښتل چې هېواد دې یې په یادو شوو برخو کې له خلکو سره مرسته وکړي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل که څه هم د دغه ولایت امنیتي وضعیت ښه دی خو په ګاونډیو ولایتونو کې نا امني کله کله د دغه ولایت امنیت هم ګواښي.
ده زیاته کړه، له دغو نا امنو ګاونډیو ولایتونو څخه زرګونه کورنۍ کندهار ته راغلې چې دغلته ورسره بې کاري او نورې ستونزې ډېرې شوې دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ډاډمن امنیت لپاره مهمه ده چې خلک په کار بوخت شي او له اړتیا سره سمې اقتصادي او پرمختیايي پروژې پلې شي.
د ولایتي ادارې له خوا د هالنډ سفیر ته په بېلابېلو برخو کې د ۸ پروژو یو لېست هم وسپارل شو چې د پلي کېدو لپاره یې له دغه هېواده د مرستې غوښتنه شوې وه.
سفیر وویل، د خلکو پر اړتیاوو غور کوي او په نږدې راتلونکې کندهار ته بیا ځلې سفر کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن