جلال اباد (پژواک، ٢١ ورى ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار کې د موټربم چاودنه شوې او یوازې ځانمرګی بریدګر په کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د غني خېلو ولسوالۍ د ٢٥مې ويالې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، بريدګر هڅه کوله چې له چاودېدونکو توکو ډک خپل الټو موټر ته په ياده سيمه کې د کوکنارو د له منځه وړو پر کمپاين چاودنه ورکړې.
خو خوږياڼى وايي، موټر يې موخې ته له رسېدو مخکې چاودېدلى چې په پايله کې يې يوازې بريدګر وژل شوى دى.
د والي وياند وويل چې په دې پېښه کې ملکي خلکو او نظامي مسوولينو زیان نه دی رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولايت امنيتي ارګانونو پرون په همدې سيمه کې له چاودېدوکو توکو ډک کرولا موټر کشف او بيا يې ورته چاودنه ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن