قلعه نو (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په کمين کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د قادس امنيه قوماندان سمونمل محمد حنظله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيمه ييز پوليس تېره ورځ ناوخته په سيمه کې د يوې پوستې د اکمال لپاره په رينجر موټر کې روان وو چې له کمين سره مخ شول.
دى وايي چې په بريد کې رينجر موټر هم له منځه تللى دى.
امنيه قوماندان وويل چې ټپيان د بادغيس ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
تر دې دمه د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن