مزارشريف (پژواک، ۶ غويي ۹۶): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني فعالانو د شاهين قول اردو وژل شوو افغان سرتېرو ته دعا وکړه، په ياد يې شمعې بلې کړې او د افراطيت پر ضد يې د روانې مبارزې ملاتړ وکړ.
دغه ناسته د بلخ ادبي خوځښت په بلنه د غويي په ۶مه جوړه شوې وه.
په ياده ناسته کې د بلخ مدني فعالانو تر څنګ دولتي چارواکو او د پوهنتون محصلينو برخه اخيستې وه.
د غونډۍ ځای د افغان ځواکونو په لسګونو تصويرونو او د افغانستان پر ملي بيرغونو سينګار شوی و.
د غونډې په پيل کې افغان سرتېرو ته د قرانکريم د څو ايتونو په تلاوت دعا وشوه. ورپسې د ملي سرود په غږولو تالار ته د افغان ځواکونو د بېلابېلو امنيتي ارګانونو څلور سرتېري ننوتل، د سرتېرو د هرکلي په خاطر د غونډې ګډونوال ودرېدل او هر کس ورته يو ګل ډالۍ کړ.
د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي استاد غلام علي ملکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د افراطيت پر ضد د خپلو ځواکونو په ملاتړ غونډ شوي دي.
نوموړي زياته کړه، دوی دښمن ته ښيي چې افغان ملت د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ دی او په هر حالت کې يې ملاتړ کوي.
هغه له حکومت څخه جدي غوښتنه وکړه چې د هغسې کسانو مخه دې ونيسي چې نظام ته لاره پيدا کوي او بېرته د نظام پر خلاف کار کوي.
د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق چې په ياده ناسته کې يې برخه لرله وويل چې افغانستان په اوسنيو حالاتو کې د افراطيت پر ضد ټينګې مبارزې ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، د فرهنګيانو مسووليت جوړېږي چې له هرې برخې ډېر د افراطيت پر وړاندې په روانه مبارزه کې ډېره برخه واخلي.
د افغان ځواکونو له رابلل شوو سرتېرو څخه د شاهين قول اردو سرتېري ډګروال غلام رسول له غونډه مننه وکړه.
نوموړي زياته کړه، په ورته حالت کې له افغان ځواکونو د خپلو خلکو ملاتړ د دې معنا ورکوي چې دوی بريالي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن