کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٦): په متحده عربي اماراتو کې د نشه يي توکو د مخنيوي په موخه نړيوال کنفرانس پيل شو.
د دغه کنفرانس ګډونوال، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستيال ډاکتر کمال سادات د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه نړيوال کنفرانس کې د کوربه هېواد تر څنګ د افغانستان، امريکا، يو شمېر نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو برخه اخيستې ده.
هغه زياته کړه چې دغه راز له کابله د امريکا سفارت، اى اېن اېل، کولمبو پلان او يو شمېر نورو ملي او نړيوالو ادارو استازو هم په دغه کنفرانس کې ګډون کړى دى.
د سادات په وينا چې دغه کنفرانس “د افغانستان د نشه يي توکو تقاضا ” تر عنوان لاندې جوړ شوى او په کې هغو ټولو خواوو ګډون کړى چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په مخنيوي کې همکاري کوي.
دى وايي، له دغه کنفرانس څخه موخه دا ده چې څه ډول له کومو سالمو لارو د نشه يي توکو کرکيله، قاچاق او کاروبار ته د پاى ټکى کېښودل شي.
نوموړى وايي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکيلې له امله ډېرى ځوانان پر نشو روږدي شوي دي.
د ځوانانو مرستيال ويلي، افغان ځوانانو ته بايد د افغانستان او سيمې په کچه ډېره پاملرنه وشي، څو له يو اړخه دوی له نشه يي توکو وژغورل شي او له بل اړخه دوى ته د کار، زده کړو، روغتيا، سپورت او د ژوند د نورو اړخونو زمينې برابرې شي.
کمال سادات زياته کړې، د افغانستان نږدې اويا سلنه نفوس هغه ځوانان جوړوي چې عمرونه يې له پنځه دېرشو څخه کم دي.
د نوموړي په وينا، که چېرې ځوانانو ته په هره برخه کې پاملرنه وشي، نو له نشه يي توکو به وژغورل شي، شته ستونزې به کمې او د هېواد په هره برخه کې به د پرمختګ په چارو کې ونډه واخلي.
هغه وايي چې د کنفرانس ګډونوالو په بېلابېلو برخو کې خپل پرزنټېشنونه او نظرونه وړاندې کړل او هرې ادارې ته خپلې دندې وسپارل شوې چې وخت په وخت به پرې کار کوي.