ژبه

لورينس : امريکا له افغان امنيتي ځواکونوسره خپلومرستوته دوام ورکوي

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 14, 2017 - 5:21 pm

Views: 36

کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٦) : د امريکامتحده ايالاتو حکومت په ټينګې ژمنتيا د افغان ولس ترڅنګ ولاړ او  له  افغان امنيتي او دفاعې ځواکونوسره خپلومرستوته دوام ورکوي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ا مريکا سفير هوګو لورينس د ملي د فاع وزارت لوى درستيز جنرال محمد شريف يفتلي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

له ملي دفاع وزارت څخه د غويي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،  لوی درستيز ډګر جنرال محمدشريف يفتلي د امريکا له هر اړخيزو مرستو څخه مننه وکړه .

هغه زياته کړه، افغان زړه ورو او اتلو امنیتی او دفاعي ځواکونو په خپلو پیاوړو مټو او قربانيو سره د سولې او وطن دښمنان ځپلي او مرګوني ګوزارونه يې ورکړي دي.

يفتلي د ملي اردو لوړو قابلیتونو او لومړیتوبونو ته په اشارې سره ويلي،  ملی اردو د تېروکلونو په اوږدوکی دجګړه ييزو بریالیو عملیاتو په ترڅ کې ډېرې تجربې ترلاسه  او په ډيرې زړورتيا اوښې همغږۍ کې  ادامه ورکوي .

د امريکا سفير هوګو لورينس په دې ليدنه کې د افغان دفاعي ځواکونو فداکارۍ او برياوې وستايلې او ډاډ يې ورکړ چې هېواد يې د نړيوالې ټولنې سره يوځای د افغان ځواکونو سره د ښوونې او روزنې ، پوځي تجهیزاتو، لوژستیکي اکمالاتو او هوايي قواوو د سمبالښت په برخو کی خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.