دویم تعقیب- خوست (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۶) د کورنیو چارو وزارت وايي چې په خوست ښار کې د نن سهار موټربم چاودنې ۱۸ کسان وژلي او د دوو ماشومانو په ګډون یې ۶ کسان ټپیان کړي دي.
دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د خوست ښار سوېل ته د افغان ځواکونو پر یوې قطعې چې د بهرنیو ځواکونو بشپړه همکاري ورسره ده، رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش وايي چې یادې موټربم چاودنې ۱۸ تنه وژلي او د دوو ماشومانو په ګډون ۶ کسان ټپیان شوي دي.
په عین حال کې د خوست د عامې روغتیا رییس ګل محمدالدین منګل د دې پېښې د وژل شوو شمېر ۱۴ او د ټپیانو یې اته تنه یاد کړ او ویې ویل چې د یوه ټپي روغتيايي حالت نازک دی.
هغه زیاته کړه چې د دې پېښې ډېری قربانیان او ټپیان د نظامي قطعې منسوبین دي.
عیني شاهدانو پژواک خبري اژانس ویلي چې چاودنه ډېره درنه وه، پر مرګ ژوبله سربېره یې نور زیانونه هم رامنځته کړي دي.
د پژواک خبري اژانس خبریال د پېښې له ځایه خبر ورکوي چې لسګونه مړي او ټپیان یې لیدلي چې روغتون ته یې لېږدول.
دغه راز هغه وویل چې په دې چاودنه کې تر لسو ډېر موټر هم ویجاړ شوي خو د پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم شوی.
د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته په رالېږلي ایمېل کې ویلي چې د منصوري عملیاتو په دوام نن له غرمې مخکې یې کسانو د ضربتي قطعې کاروان د خوست ښار له عسکري کلوپ سره نږدې په نښه کړ.
د مجاهد په وینا چې دغه موټربم د حافظ ادریس خوستي په نوم یوه کس ترسره کړی دی.
مجاهد ادعا کړې چې په دې پېښه کې د یادې ضربتي قطعې لسګونه کسان وژل شوي، ځیني ټپیان دي او ځیني وسایط یې هم له منځه تللي دي.
دغه راز د ارګ له خوا هم په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او هغه یو نه بښونکی عملی بللی دی.
له بلې خوا ارګ دغه برید سخت غندلی او هغه یې یو نه بښونکی عمل بللی دی.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ارګ له خوا پژواک ته را رسېدلې ويل شوي: ((طالبانو د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو کې یو نه بښونکی عمل وکړ، په خوست کې زموږ هېوادوال ووژل او ټپیان کړل.))
په خبرپاڼه کې راغلي ترهګرې ډلې چې دیني ارزښتونو او متبرکو ورځو ته ارزښت نه ورکوي، یو ځل بیا د ځپلو بادارنو په اشاره د جنایت مرتکب شول او خپله بې رحمي یې زیاته کړه
جنایت کاران باید پوه شي چې د بېګناه خلکو وژنه او د هېوادوالو په نښه کول به هېڅکله دوی خپلو موخو ته ونه رسوي، بلکې د خلکو نفرت او فاصله به ورځ تر بلې له هغوی سره ډېره شي.
خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر پر دې پېښې د ژور خپګان ښودو تر څنګ د قربانیانو کورنیو ته ډاډګېرنه وړاندې کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










