کابل(پژواک، ١۲ غبرګولى ٩٦): د عربستان پادشاه او ددغه هېواد د يو شمېر نورو چارواکو ترڅنګ د اماراتو وليعهد هم د کابل ښار وروستى بريد په سختو ټکو وغانده .

د عربستان دولتي خبري اژانس (واس ) د معلوماتو له مخې، د عربستان پادشاه ملک سلمان بن عبدالعزيز د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي ښودلې .

د عربستان پادشاه زياته کړې : ((په ډيرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د کابل ښار په يوه ديپلوماتکيه سيمه کې يو زيات شمېر کسان وژل شوي او ټپيان دي، ددغه جنايتکاره کړنې د غندنې ترڅنګ د خپلې خواخوږۍ مراتب د افغانستان خلکو او حکومت ته وړاندې کوو.))

هغه زياته کړې (( زه د خپل ځان او عربستان د خلکو د خواخوږۍ مراتب د افغانستان خلکو او حکومت ته وړاندې کوو ، د پېښې د قربانيانو کورنيو ته د الله پاک له درباره د اجر غوښتنه کوو او دعا کوو چې د افغانستان خلک نور له دا ډول پېښو خلاص شي .

دغه راز د ابوظبۍ وليعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان ددغې پېښې د غندنې ترڅنګ وايي چې امارات د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او د ترهګرۍ پرضد د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ کوي .