ژبه

خلیلزاد: د کابل وروستي برید کې د پاکستان لاس لرل به دغه هېواد ته پر زیان تمام شي

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 3, 2017 - 3:22 pm

Views: 60

کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٦): په کابل او ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليلزاد وايي، که د کابل په وروستي بريد کې د پاکستان مداخله ثابته شي؛ نو امريکا بايد د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لېست کې د دغه هېواد پر شاملولو غور وکړي.

زلمي خليلزاد دغه څرګندونې د کابل د تېرې اونۍ له بريد وروسته له امريکا غږ سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل د زمبق له څلورلارې سره چې ګڼ شمېر سفارتونه، دولتي او ناولتي دفترونه دي، پر عمومي سړک د موټربم بريد له امله ٩٠ کسان ووژل شول او تر ٤٥٠ زيات ټپيان شوي دي.

د افغانستان حکومت ادعا کړې چې دغه بريد د حقاني شبکې، د پاکستان د استخباراتي ادارې او لشکرطيبه په مرسته ترسره کړى دى.

خليلزاد وايي، که د کابل په بريد کې د حقاني شبکې او د پاکستان د استخباراتو د لاس لرلو اړوند د افغانستان ادعاوې ثابتې شي، لازمه ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره يې په اړه جدي بحثونه پيل کړي.

هغه زياته کړې ده، پر پاکستان په تېرو ۱۶ کلونو کې د امریکا له لوري ډيپلوماتيک، اقتصادي او سياسي فشارونو مطلوبه پايله ور نه کړه؛ نو دې ته اړتيا ده چې د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه امريکا د پاکستان پر وړاندې جدي او پراخ اقدامات وکړي.))

خليلزاد وايي: "هغه څه چې مو تر اوسه وکړل، ګټور تمام نه شول. هغه څه چې کار نه ورکوي دوام يې معقول نه دی. په هوښيارۍ ولاړ سياست نه دی، بدلون ته يې اړتيا ده."

په کابل کې د امريکا پخواني سفير دغه راز خبردارى ورکړى چې که د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه له دغه بريد سره د نورو بريدونو په څېر چلند وکړي، دا به نه يواځې يوه تېروتنه وي، بلکې د پاکستان د اعمالو پر وړاندې له هغه هېواده د حساب غوښتولو فرصت به هم له لاسه ووځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل ياد تور رد کړی او بې بنسټه یې ګڼلی دى.

خو خليلزاد وايي، د هغو معلوماتو او شناخت له مخې چې د حقاني شبکې په اړه يې لري، د داسې يوې سترې حملې کول د "پاکستان له خبرتيا او اجازې" پرته احتمال نه لري.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د سخت دريځو ډلو ترهګريز بريدونه نور د تحمل وړ نه دي، خو خليلزاده بيا ټينګار کوي چې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لېست کې د پاکستان د نوم شاملولو او په پاکستان کې د مېشتو سخت دريځو پر وړاندې له پوځي قوې استفاده کولو په څېر اقداماتو زيانونه به له هغه څه نه کم وي چې تر اوسه پر افغانستان باندې تحميلېږي.

خليلزاد په مشخصه توګه وويل چې امريکا د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور، د پاکستان په خاوره کې په بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ؛ نور نور سخت دریځه دې هم د پاکستان په خاوره کې په نښه کړي.

login or register a new account.