منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي : د مارجې په عملياتو کې لسګونه وسله وال وژل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

لښکرګاه، (پژواک، ۲۷ غبرګولى ۹۶) چارواکي وايي چې د مارجې په عملياتو کې  ۱۷۵ وسله وال وژل شوي  او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه ويجاړ شوي دي.

دغه څرکندونې په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد د غبرګولي په ٢٧مه، په يوه خبري غونډه کې وکړې او ويې ويل چې دوى په مارجه کې خپل هدف ترلاسه کړى دى.

نوموړي زياته کړه،د يوه کال لپاره د مارجې ولسوالۍ د جنګي تجهيزاتو او خوراکي توکو له پلوه اکمال شوې ده چې پرمهال يې د۳۶  طالب قوماندانانو په ګډون ۱۷۵  وسله وال طالبان   وژل شوي دي.

هغه وايي، په دې عملياتو کې چې اوس هم دوام لري،د قول اردو د لوجستيک ډګروال عبدالرووف صمدزاده وژل شوی او پنځه سرتېري ټپيان  شوي دي.

ده وويل ((موږ نه غواړو مخامخ  له وسله والو مخالفينو سره جګړه وکړو، موږ خپل  پلان ته تغير ورکړی دی، په نوي ډول سره عمليات کوو، خو ستونزه  داده چې په سيمه کې خلک له طالبانو سره مرسته کوي او کورونه يې هغوى ته  پريښي دي.))

د قول اردو قوماندان وويل، له مارجې سربېره په نادعلي کې هم  ښه پرمختګ شوی، عمليات لاهم  دوام لري او تېره  ورځ  په سنګين کې هم  شپږ طالبان او د هغوی قوماندان وژل شوي دي.

جنرال ولي محمد د هغه سوال په ځواب کې چې ولې يې د مارجې پرانيستې لارې و نه ساتلې وويل : (( هلته ملکي خلک نشته، دوی نه غواړي، د هر کور مخې ته پوستې جوړې کړي او خپل سرتېري پرې ووژني.))

د هلمند والي حيات الله حيات چې په ياده خبري غونډه کې يې ګډون درلود، وويل چې د مارجې عمليات پاى ته  نه دي رسېدلي ، يوازې اکمالاتي کاروان او د قول اردو قوماندان ترې راغلی دی، هلته ولسوال او د پوليسو قوماندان له تازه پرسونل سره لېږل شوي دي.

د هغه په وينا، وروسته  به هلته ملکي حکومتولۍ ته هم زمينه برابره  شي.

د ملي امنيت رييس تورنجنرال ياسين خان وويل، هلمند کې طالبان ډير نه دي يوازې د څلور زره  په  شاوخوا کې شته ، خو متحرک دي او منظمه جګړه ورسره کول ناشونی کار دی.

خو ده زياته کړه چې پر هغوى لارې تړل شوې او د پخوا په څېر تګ راتګ نه شي کولى.

د نوموړي په وينا، بل خوا هلمند کې وزيرستاني او د پاکستان د لشکر طيبه ډلې هم شته او د ايران اشخاص هم د طالبانو په ليکو کې ليدل  شوي او جګړه کوي.

د مارجې يو تن قومي مشر حاجي عبدالسلام  وايي چې تر دې عملياتو وړاندې د ولسوالۍ په شاوخوا کې امنيتي ساحه ډېره وه، خو اوس د کمپ او مارجې ترمنځ لاره هم تړل شوې، د ولسوالۍ په شاوخوا کې هم پوستې راټولې شوې دي.

د هغه په وينا، اوس وسله وال مخامخ د ولسوالۍ او قوماندانۍ پر مرکز بريدونه کوي.

د طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې يې ۲۴ پوستې  او زياته اندزاه  جنګي  تجهيزات  نيولي او دامهال يوازې د ولسوالۍ په مرکز او کمپ سيمه کې امنيتي ځواکونه شته چې طالبان ورسره په جګړه  بوخت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه