کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): د چين او روسيې ولسمشرانو د افغانستان پر وروستي وضعيت خبرې وکړې او داعش ډلې پر فعاليتونو يې اندېښنه وښوده.
د رسنيو د راپورونو له مخې، دغه څرګندونې مسکو ته د سفر پر مهال د چين ولسمشر زي جي پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې دواړو ولسمشرانو د نورو دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر موضوع او وروستيو حالاتو هم ځانګړې خبرې کړې دي.
د چين ولسمشر زي جي پينګ د افغانستان پر وروستي امنيتي حالت او په دغه هېواد کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعاليتونو پر پراخېدو اندېښنه څرګنده کړه.
بلخوا د روسي رسنيو د راپورونو له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ددې ليدنې پر مهال د افغانستان او پاکستان د اړيکو په ښه کولو کې د چين د هلو ځلو ستاينه کړې ده.
د يادونې ده چې د چين ولسمشر تېره اوونۍ خپل د بهرنيو چارو وزير کابل او اسلام اباد ته لېږلى و، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ناندرۍ او ترينګلې اړيکې ښې کړې.
login or register a new account.