کابل (پژواک ١٨ چنګاښ ٩٦): ولسمشر غني وايي، ترڅو چې د نشهيي توکو له لویو نړيوالو قاچاق وړونکو سره مبارزه ونه شي، یواځې په افغانستان کې له نشهيي توکو سره مبارزه دا ستونزه نه شي حلولی.
نوموړي دغه څرګندونې، نن په ارګ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د نشهيي توکو او د قانون د حاکمیت په چارو کې د نړیوال بنسټ له مرستیال ویلیم براون فیلډ سره په کتنه کې کې کړې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې له نشهيي توکو سره په سیمهییزه او نړیواله کچه د مبارزې په څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
سرچينه کاږي، په دې ناسته کې ویلیم بروان فیلډ وویل، د امریکا حکومت له نشهيي توکو سره د مبارزې په نوې سټراټيژۍ کار کوي، غواړي په دې برخه کې د افغانستان د حکومت او جمهور رئیس له نظریاتو او مشورو څخه په دغه سټراټيژۍ کې استفاده وکړي.
ده زياته کړه، د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې جدي او کلکه اراده لري او دا چې افغانستان د نشهيي توکو ستر تولیدوونکی هېواد دی، نو دغه سټراټيژي په افغانستان هم خپل تاثیرات لرلی شي.
ولسمشر غني له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د نوې سټراټيژۍ هرکلی وکړ او د نشهيي توکو د تولید او قاچاق شبکه يي سیستم ته په اشارې یې وویل، تروریستي ډلې او د نشهيي توکو نړیوالې جرمي شبکې له یو بل پورې تړلې دي او یو بل پياوړې کوي، نو باید د ټولو په ضد ګډه مبارزه وشي.
د ده په وينا، تر هغو چې د نشهيي توکو له لویو نړيوالو قاچاق وړونکو سره مبارزه ونه شي او د هغوی مالي سرچینې او د پیسو جریان بند نه شي، یواځې په افغانستان کې له نشهيي توکو سره مبارزه دا ستونزه نه شي حلولی.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په پای کې ویلیم بروان د جمهور رئیس غني له ارزښتمنو مشورو څخه په مننې، بېلابېلو برخو کې د حکومت برنامې او لاسته راوړنې وستایلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن