کلات (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): وسله والو مخالفينو په زابل ولايت کې پر پوليسو بريد کړى، دوه پوليس يې وژلي او دوه رينجر موټر يې هم ترې بیولي دي.
د زابل يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د کلات ښار اړونده د کابل کندهار پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې د پوليسو ټولي د قوماندان په ګډون دوه پوليس وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.
يادې سرچينې وويل چې وسله والو له پوليسو څخه دوه رينجر موټر بیولي او يو شمېر وسلې هم وړي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP