ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې دوه پولیس وژل شوي

زابل کې دوه پولیس وژل شوي

author avatar
15 Jul 2017 - 11:57
زابل کې دوه پولیس وژل شوي
author avatar
15 Jul 2017 - 11:57

کلات  (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): وسله والو مخالفينو په زابل ولايت کې پر پوليسو بريد کړى، دوه پوليس يې وژلي او دوه رينجر موټر يې هم ترې بیولي دي.

د زابل يوې امنيتي سرچينې چې  د نوم له  اخيستو يې ډډه کوله، د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د کلات ښار اړونده د کابل کندهار پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې د پوليسو ټولي د قوماندان په ګډون دوه پوليس وژل شوي او يو تن يې ټپي  دى.

يادې سرچينې وويل چې وسله والو له پوليسو څخه دوه رينجر موټر بیولي او يو شمېر وسلې هم وړي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.