منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ۱۵ افغان پولیس وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۷ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۶) : په هلمند ولایت کې دامریکایي ځواکونو په هوایي برید کې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي حیات الله حیات  د چنګاښ په ۳۰مه، د پيښې دتایید ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل، چې دا پيښه نن تر غرمې وروسته په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې افغان ځواکونود ګرشک یوه سیمه نیولې وه، چې  ياده سيمه تازه افغان ځواکونه نيولې وه، چې په دې وخت کي امریکایي ځواکونو په تيروتنې هوایي برید کړی  او پولیسوته یې مرګ ژوبله اړولې  ده، خو شمیره یې په ډاګه نه کړه.

د ګرشک امنیه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک پژواک ته وویل، چې بهرنیو ځواکونو د پوليسو پر پوستې هوايي بريد کړی چې د قوماندانانو په ګډون یو شمیر پولیس پکې  وژل شوي .

خو یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، چې په دې هوایي برید کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۵ پولیس وژل شوی

امریکایي ځواکونومنلې ده، چې په هلمند ولایت کې یې په تیروتنې سره پر افغان پولیسوهوایي بریدکړی.

په کابل کې دامریکایي ځواکونولخوا پژواک اژانس ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونوسره په

اړیکه کې دي او دپيښې په اړه یې پلټنې  کړېدي.

د یادونې وړ ده، چې تردې مخکې هم بهرنیوځواکونو په هوایي بریدونوکې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه