ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسان خدمت له لارې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو

د اسان خدمت له لارې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو

author avatar
22 Jul 2017 - 18:57
د اسان خدمت له لارې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو
author avatar
22 Jul 2017 - 18:57

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : د (اسان خدمت) له لارې خلکو ته د رڼو، ګړندي او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د مالیې وزارت او سترې محکمې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

«آسان خدمت» د خدمتونو وړاندې کولو سیستم ده چې د مالیی وزارت په چوکاټ کې کار کوي.

د مالیې وزارت د معلوماتو په اساس، ددې سیستم په مرسته ټول خدمت وړاندې کوونکي بنسټونه کولی شي تر یو چتر لاندې کار وکړي او خلک په کم وخت کې د پاسپورټ، نکاح خط، د موټر چلولوجواز، د نقلیه وسایطو جواز سیر، نمبر پلیټ، د پیدایښت سند، د مړینې سند، د زده کړو سند او نور مهم دولتي سندونه ترلاسه کړي.

د دې هوکړه لیک له مخې، چې د سترې محکمې او مالیی وزارت ترمنځ نن په کابل کې لاسلیک شو، ستره محکمه کې د تدارکاتو او بشري منابعو مربوط سندونو، د وثیقو ورکړه، د قبالو او نکاح خط د ورکړې کړنلاره ډېره اسانه شي.

د اسان خدمت ادارې مشر شهزاد اریوبي د مالیې وزارت او سترې محکمې ترمنځ د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل، تر دې دمه د اسان خدمت سیستم په کار او ټولنیزو چارو وزارت او همدارنګه کورنیو چارو وزارت کې پلی شوی او په پام کې ده چې دغه سیستم نورو دولتي ادارو او ولایتونو ته هم و غځوو.

نوموړى زیاتوي چې اوسمهال ستره محکمه کې د وثیقو، نکاح خط او قبالو اخیستل اوږده کړنلاره لري، مګر د دې سیستم په پلي کېدو سره به دغه چاره ډېره اسانه شي او مراجعین به وکولی شي د انلاین غوښتنلیک له ټولو وروسته یاد اسناد په کم وخت او پوره روڼتیا سره ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا، د اسان خدمت سیستم له لارې د خدمتونو وړاندې کول د مراجعینو او اداري مامورینو ترمنځ اړیکې کموي چې دې کار سره د مالي فساد مخنیوی کیږي.

د سترې محکمې ريیس له یاد سیستم څخه د ملاتړ او ستاینې تر څنګ وویل چې د اسان د خدمت سیستم په پلي کېدو سره به د سترې محکمې په چارو کې اصلاحات او روڼتیا را منځته شي

نوموړي زیاتوي:«ستره محکمه کې د وروستیو اصلاحاتو ترڅنګ د اسان خدمت سیستم پلي کول یوه بله ستره لاسته راوړنه ده چې په مرسته به یې خلکو ته د محکمو د اجرأتو او عدلي او قضایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیا او روڼتیا رامنځته شي.»

د مالیی وزیر اکلیل حکیمي وایي، ستره محکمه کې د اسان خدمت سیستم پلي کیدل به د خدمتونو په وړاندې کولو کې روڼتیا او سرعت رامنځته کړي.

نوموړي ډاډ ورکړچې سترې محکمې او د اسان خدمت ادارې ته به پوره تخنیکي او مالي امکانات په واک کې ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.