ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو او صنایعو وزارت کې د روڼتیا او حساب ورکونې معلوماتي مرکز جوړ شو

د کانونو او صنایعو وزارت کې د روڼتیا او حساب ورکونې معلوماتي مرکز جوړ شو

author avatar
23 Jul 2017 - 16:59
د کانونو او صنایعو وزارت کې د روڼتیا او حساب ورکونې معلوماتي مرکز جوړ شو
author avatar
23 Jul 2017 - 16:59

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): په کانونو او صنایعو وزارت کې د روڼتیا او حساب ورکونې په موخه معلوماتي مرکز او د شرکتونو د ثبت او راجستر سیستم فعال شول.

یاد سیستم او مرکز چې د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت په تخنیکي مرسته جوړ شوي وو، نن په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کانونو او صنایعو وزارت د سرپرست وزیرې نرګس نهان، د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت سرپرست انجنیر سید احمدشاه سادات او د ملي شورا د ځينو غړو په شتون کې پرانيستل شول.

په دې پرانيست غونډه کې د کانونو او صنایعو سرپرستې وزیرې د هېواد طبيعي زېرمې د ملت امانت وبللې او د ښه مدیریت لپاره یې د یاد مرکز او سيستم جوړېدل اړین وبلل.

هغې وويل، د ډېټا سنټر (معلوماتي مرکز) په مرسته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د طبيعي زېرمو په اړه معلومات را غونډېږي او له مدیریت وروسته په یاد سیستم کې خوندي ساتل کېږې او همدارنګه ټولې ولایتې ادارې له مرکز سره نښلوي.

دې زياته کړه، د شرکتونو د ثبت او راجسټر سیستم له کمپنیو سره د کانونو په برخه کې د قرارداد او د هغوی د ظرفیت په تثبیت کې خورا مهم رول لوبوي. دغه سیستم به د کمپنۍ د تخنیکي وسایلو تر څنګ د کمپنۍ کاري تجربه، بشري منابع (مسلکیتوب)، اعتبار او همدارنګه بودیجه څېړي چې په دې کار سره د قراردادونو په ورکړه کې روڼتیا او عدالت هم رامنځ ته کېږې.

نرګس نهان وايي، پخوا تر دې د کانونو او صنایعو وزارت شرکتونو ته د قرارداد په ورکړه کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ وو، چې ځینو شرکتونو به کافي اندازه بودیجه نه لرله او ځینو نورو به بیا د بشري منابعو په برخه کې ستونزې لرلې، خو د شرکتونو د ثبت او راجستر سیستم په جوړېدو سره به د دغو ستونزو کچه تر ډېره راکمه شي.

د نوموړې په وينا، په تېرو ۱۵ کلونو کې د کانونو وزارت کې مختلفې پروژې تطبیق شوې، ساحوي او جیولوژیکي معلومات راغونډ شوي، طبيعي زېرمې تثبیت شوې دي، خو له بده مرغه د دې ظرفیت نه و چې هغه معلومات سم مدیریت او استفاده ترې وشي.

نوموړې د طبيعي زېرمو په تثبیت او کيندنه کې د پخوانیو راغونډ شوو معلوماتو شتون اړین وباله او زیاته یې کړه چې کانونو وزارت کې د ډېټا سنټر جوړول به دغه چاره ډېره اسانه کړي او هم به یاد وزارت سره په لومړیتوب ټاکلو کې مرسته وکړي.

د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت سرپرست انجنیر سید احمدشاه سادات وویل، ډېټا سنټر او د شرکتونو د ثبت او راجستر سیستم د الکترونیکې او ښې حکومتولۍ، روڼتیا او حساب ورکونې په برخو کې ستره لاسته راوړنه ده چې په مرسته به یې د شرکتونو ترمنځ سالم رقابت او د فساد پر ضد مبارزې ته لار هواره شي.

هغه په تخنیکې برخه کې د یادو سیستمونو د لا پرمختګ لپاره کانونو او صنایعو وزارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.