ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشعل : کابل کې په ٩ ميليونو ډالرو د کرکټ نړيوال لوبغالى جوړېږي

مشعل : کابل کې په ٩ ميليونو ډالرو د کرکټ نړيوال لوبغالى جوړېږي

author avatar
30 Jul 2017 - 18:59
مشعل : کابل کې په ٩ ميليونو ډالرو د کرکټ نړيوال لوبغالى جوړېږي
author avatar
30 Jul 2017 - 18:59

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وايي چې له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او متقابلو ملي ګټو پر بنسټ اړيکې غواړي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل دغه څرګندونې د زمري په ٨ مه، له اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي سره په ګډه  خبري غونډه کې وکړې.

څو مياشتې مخکې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ادارو ترمنځ د کرکټي اړيکو په اړه خبرې شوې وې، خو په کابل کې تر خونړۍ چاودنې وروسته چې افغان حکومت يې پړه پر پاکستان او حقاني ډله واچوله، د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د کرکټ اړيکې پرې کړې.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهريار خان پرون رسنيو سره په خبرو کې له افغان کرکټ بورډ څخه غوښتي وو چې له دوى بښنه وغواړي، څو په راتلونکي کې له افغانستان سره د کرکټ اړيکې ولري.

عاطف مشعل په ياده خبري غونډه کې وويل "موږ د کرکټ له هرې ادارې سره د متقابل احترام او د متقابلو ملي ګټو پر بنسټ اړيکې غواړو او په يوه داسې سناريو کې هېڅ ډول بښنې ته اړتيا نه ليدل کېږي."

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل وويل چې اداره يې اوس د يوه جامع او پر نړيوالو معيارونو برابر حقوقي سند درلودونکې ده .

هغه زياته کړه، د بورډ غړو د ځانګړې غونډې په ترڅ کې د اساسنامې ترڅنګ يو جامع تشکيل هم منظور کړ. 

 نوموړي وويل، د بورډ د غړو په ځانګړې غونډه کې چې پرون د ماليې د وزير اکليل حکيمي په مشرۍ جوړه شوې وه، د افغانستان غوره ليګ سياليو (APL) طرحه هم منظوره کړه.

مشعل وايي، ټاکل شوې دغه سيالۍ په ۲۰۱۸ زيږديز کال کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر وويل، د هغو لوبغاړو لپاره چې ټاکل شوې په راتلونکې کې تقاعد واخلي، ځانګړې بوديجه هم منظوره شوه.

ده زياته کړه، په کابل کې د معياري لوبغالي د جوړولو لپاره د درې ميليونه ډالرو بوديجه منظوره شوه چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره به په دغه لوبغالي د کابو ۹ ميليونه ډالرو لګښت کوي او د کابل له اوسني لوبغالي به د کرکټ د ملي روزنيز مرکز په توګه کار واخيستل شي.

خو نوموړي دا ونه ويل چې دا نوى لوبغالى به د کابل په  کومه سيمه کې جوړېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.