ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د ایران او پاکستان د مداخلو مخنیوی وکړي”

“حکومت دې د ایران او پاکستان د مداخلو مخنیوی وکړي”

author avatar
3 Aug 2017 - 18:06
“حکومت دې د ایران او پاکستان د مداخلو مخنیوی وکړي”
author avatar
3 Aug 2017 - 18:06

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): د افغاانستان د سولې او پراختیا سازمان له افغان حکومته وغوښتل چې د سولې او ثبات په موخه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران او پاکستان مداخلو ته د پای ټکی کېږدي.

د سولې او پراختیا سازمان مشر زمان ګل دهاتي چې نن يې په کابل کې د سولې په اړه هغې غونډې ته چې د سولې او پراختیا سازمان له لوري جوړه شوې وه، وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه او سیاسي بې ثباتي د سیمې هېوادونو،  په ځانګړي ډول د ګاونډیو د لاسوهنو پایله ده او حکومت يې باید په ټینګه مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان ستونزه سیمه يیزې او نړیوالې ریښې لري او د حل لپاره يې باید د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع جوړېدو ته کار وشي.»

نوموړي له نړیوالې او اروپايي ټولنې وغوښتل چې په هغو هېوادونو دې اقتصادي بندیزونه او سیاسي فشارونه زیات کړي کوم چې خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو په موخه ترهګر تربیه کوي او افغانستان ته يې د بېګناه انسانانو د وژلو او ټولګټو  تاسیساتو د تخریب  لپاره رالېږي.

هغه پر پاکستان او ایران تور پورې کړ چې له کلونو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او له هغوی يې وغوښتل چې د خپلو روا غوښتنو لپاره دې د جګړې او لاسوهنو پر ځای د سولې او تفاهم لاره غوره کړي.

خو ایران او پاکستان ورته تورونه همېش رد کړي.

دهاتي له ولسمشر اشرف غني هم وغوښتل چې د سولې په موخه دې له قومي جوړښتونو، سیاسي ډلو، جهادي رهبرانو، مدني ټولنو، نارینه او ښځو څخه د سولې یوه صلاحیت لرونکې کمېټه جوړه کړي، څو د سولې لپاره ریښتيني او ګړندي ګامونه پورته کړي.

د غونډې یوه بل ګډونوال او په سوېل ختیځو ولایتونو کې د مسعودو شورا مشر جنرال محمد اسلم مسعود وویل، د جګړې د ختمېدو او تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره ملي اجماع جوړېدل اړین دي.

نوموړي د جنګ له دواړو لورو وغوښتل څو د سولې په اړه د ملت ارادې ته احترام وکړي او بین الاافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعودې کړوخي وویل، د افغانستان ستونزه پر سیمه يیزې ستونزې بدله شوې او د حل لپاره يې سیمه يیزې همکارۍ ته اړتیا ده.

نوموړې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل: «ځیني ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې قومي، سمتي، ژبني او مذهبي تعصب ته لمن وهي او افغان حکومت يې په مخنیوي کې پاتې راغلی.»

هغې په هېواد کې له سیاسي ډلو هم وغوښتل چې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره دې سره یو شي او په ګډه دې د ملت د ژغورنې لپاره کار وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.