ژبه

د سولې ټينګښت لپاره پر ټولنيز عدالت ټينګار وشو

يوسف ظريفي

۲۴ زمری ۱۳۹۶ - ۱۷:۱۵

Views: ۷۳

جلال اباد (پژواک، ۲۴ زمری ۹۶): په ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په هېواد کې د ټولنيز عدالت او برابرۍ اصل د نه مراعات په صورت کې پایښت لرونکې سوله نه شي رامنځته کېدای.

دا څرګندونې د دغه کمېسيون مشرې صبرینا حمیدي د ننګرهار په پوهنتون کې د سولې په تړاو جوړ شوي يو ورځني علمي کنفرانس ته د وينا پر مهال وکړې.

د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز له لوري د زمري په ۲۴مه جوړ شوي دغه علمي کنفرانس ته ګڼ شمېر محصلینو او استادانو د ټولنیزې سولې په تړاو خپلې مقالې وړاندې کړې.

کنفرانس ته د ننګرهار پر پوهنتون سربېره په دغه ولايت کې د څلورو نورو خصوصي پوهنتونونو محصلين او استادان هم وربلل شوي وو او دغو مدني ټولنو او د يو شمېر نورو دولتي ادارو مسوولينو هم په کې برخه اخيستې وه.

په ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې کنفرانس ته د وينا پر مهال په سوله کې د ځوانانو رول مهم ياد کړ او ویې ویل چې ځوانانو ته ونډه ورکول ټولنه کې برابري رامنځته کوي.

مېرمن حمیدي وویل، په ټولنه کې تر هغه سوله نه ټینګېږي چې د عدالت تامین او د ټولو اقشارو د حقونو برابرۍ ته کار ونه شي.

نوموړې زياته کړه: ((پر کومو مسایلو چې هوکړه کېږي، هغه مسایل باید داسې نه وي چې بیا په کې د مېرمنو حقونه یا د ځوانانو حقونه نقض شي او یا د نورو اقشارو پر سر معاملې وشي، باید مختلط ټېمونه د سولې لپاره کار وکړي چې بېلابېل خلک په کې وي، چې په دې توګه توازن او تعادل په ټولنه کې رعایت کېږي او د عدالت تامین ته لاره پرانیزي.))

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک میاخېل وايي، په پوهنتون کې یې د سولې په نوم مرکز پرانیستی، څو یې پر مټ ځوانان د خیر ښیګنې کارونو ته وهڅول شي.

هغه وايي، سوله کې د ځوانانو رول مهم دی او په دغه هدف یې د سولې کنفرانس دایر کړی، څو په ټولنیزه سوله کې ځوانان دخیل شي.

ده زياته کړه: ((له ننني کنفرانس څخه زموږ هدف سیاسي سوله نه ده، موږ سولې ته یو بنسټیز حیثیت ورکوو سوله هغه څه ده چې په شتوالي کې یې شخړه نشته، مثلاً د کورنیو ترمنځ د ځوانانو ترمنځ او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ څنګه سوله راتلای شي چې په سوله ییز ډول ژوند وکړي.))

د سولې په دغه کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون ګڼو محصلانو ګډون کړی و چې یو شمېر یې په کې د سولې په تړاو خپلې مقالې ولوستلې.

محصلین وايي، دا ډول کنفرانسونه خورا ګټور دي چې پر مټ یې ځوانان د ټولنیزې سولې ټینګښت لارو چارو په تړاو خپلې علمي هلې ځلې کوي.

login or register a new account.