Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خوست کې د خپلواکۍ ۹۸مه کلیزه ونمانځل شوه

کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩٦): په خوست کې د ملي ثبات ټولنې له لوري د خپلواکۍ ۹۸مه کلیزه ونمانځل شوه.

د يادې شوې ټولنې له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوست په مرکز د ښاروالۍ په تالار کې د ملي ثبات د ولایتي دفتر او  ثبات د همفکرو ملګرو له خوا د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۸يمې کلیزې په ویاړ په جوړې شوې غونډه کې د ملي ثبات ټولنې له مشر ضياءالحق امرخېل سربېره د خوست ولایت مرستیال، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، علماوو او مدني ټولنې غړو برخه اخیستې وه.

د ملي ثبات مشر وويل، ستر غازي امان الله خان د معاصر افغانستان بنسټ ایښودونکي او هغه ستر شخصیت دى چې د خپل هېواد  روښانه راتلونکي لپاره يې سترې ارزوګانې هیلې لرلې، انګلیس استعمار يې مات او  افغانستان ته  يې رښتينې خپلواکۍ ور وبښله.

ده زياته کړه، افغانستان تل د دنیا د سترو قدرتونو د سیالۍ ډګر ګرځېدلى، افغانانو تل قربانۍ ورکړې، خو له پامه غورځېدلي دي.

د هغه په وينا، د دې ورځې نمانځل په اصل کې د یو متمدن، بافرهنګه او خپلواک ملت په توګه راتلونکو نسلونو ته دا پيغام ورکول دي چې د نیکونو ازادي د خپلو ناروا موخو لپاره په قمار ونه وهي او د خپلواکۍ ولولې يې په رګونو کې ژوندۍ پاتې شي.

امرخېل د خوست د ولسونو او مشرانو د هغو سرښندونو او قربانیو څخه مننه وکړه چې تل یې د دې خاورې په ساتلو او پاللو کې ورکړې دي.

 د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په غونډه کې د ولایت مرستیال، د خوست سولې شورا ریيس، د شیخ زاهد پوهنتون ریيس او د ولایتي شورا غړو په وار سره خبرې وکړې.

دوى په خپل وار سره له انګلیس څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۸مې کلیزې د اهمیت او د ستر غازي امان الله خان د سرښندنو او قهرمانیو څخه یادونه وکړه  او زیاته یې کړه، هغه وخت چې د خپلواکۍ غږونه د انګریز له خوا د خلکو په ستوني کې خپک کېدل، ستر غازي او مجاهد ملت په پوره شهامت ستر استعمار ته په ټوپک او تبرګیو ماتې ورکړه او له وطن څخه یې وشړل، خو اوسني نسلونه نه یواځې داچې دا خپلواکي وساتي، بلکې په ۲۱مه پېړۍ کې دې اقتصادي، سیاسي، نظامي او هر اړخیزه خپلواکۍ د ترلاسه کولو او پاللو په اړه باید علمي مبارزه وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.