ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون نږدې ٧٠٠ بستونه اعلان کړي

author avatar
16 Aug 2017 - 16:24
author avatar
16 Aug 2017 - 16:24

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له خوا په ټولو وزارتونو او دولتې ادارو کې د تدارکاتي څانګو د وړتیاوو لوړولو، معیاري او مسلکي کولو په موخه د ملکي خدمتونو ۶۹۷ بستونه اعلان شول.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغو ګومارنو پر بنسټ به په ټولو دولتي ادارو کې د تدارکاتي پلانونو طرح او پلي کېدل د هېواد د تدارکاتو له قانون سره سم او د دولتي ادارو د اړتیاوو پر بنسټ رامنځ ته شي.

سرچينې زياته کړې، په حکومتي ادارو کې د پراختیايي بودیجې د پوره او کره نه لګښت د تدارکاتي څانګو ستره نیمګړتیا ده، چې د دغې پروسې په پلي کېدو سره به په دې برخه کې د پام وړ اصلاحات راشي.

د خبرپاڼې په حواله، د یادو بستونو د ګومارنې بهیر به د يوې ازادې سيالۍ يا ازموينې له لارې د هغې کمېټې له خوا ترسره شي چې د وزارتونو، دولتي ادارو او د اداري اصلاحاتو کمیسیون له استازو څخه جوړه شوې ده. په دې ډله ييزه تحريري ازموينه کې به له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه کار واخیستل، چې په مرسته به یې د ګومارنې بهیر کې روڼتیا رامنځ ته شي او انساني لاسوهنه به تر ډېره حده له منځه یوسي.

سرچينه زياتوي، د ازموینې یاد بهیر به د مدني ټولنو د استازو او رسنیو له خوا څارل کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون مشر احمد نادر نادري ويلي، د تدارکاتي جوړښتونو معیاري او مسلکي کول او په یادو جوړښتونو کې په کارپوه بشري قوې ګومارنه د تدارکاتي پلانونو طرح او پلي کېدو ته لار هواروي او همدارنګه د پراختیايي بودیجي په لګښت کې زیاتوالی راولي.

ده زياته کړې، د دغې پروسې په پایله کې به د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو د پراختیايي پروګرامونو په پلي کېدو او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د پام وړ ښه والی راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.