جلال اباد (پژواک، ۲۹ زمری ۹۶): په نورستان کې په تېرو ١٥ کلونو کې مواصلاتي لارې په پاخه ډول نه دي جوړې او نه هم د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ تر اوسه له مرکز پارون سره نه وصل شوې دي.
د نورستان خلک او د ولایتي شورا غړي تور پورې کوي چې رغنیزې چارې په ادارو کې د پراخ اداري فساد له کبله نه دي ترسره شوې.
د سړکونو او مواصلاتي لارو خراب وضعیت ته ځايي خلک اندېښمن دي او وايي چې په هر ژمي کې د ورښت له امله يې ستونزې زياتېږي.
د نورستان د ولایتي شورا منشي خلیل الله غیور د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نه یواځې دا چې سړکونه په پاخه ډول نه دي جوړ شوي، بلکې ډېرې ولسوالۍ یې لويې او وړې لارې لا هم هم نه لري.
نوموړی که څه هم په ځانګړي ډول د چا نه نوم نه اخلي، خو زیاتوي چې د پروژو د لګښت پیسې شخصي جېبونو کې اچول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې شورا غړو تېر کال د حکومت له لوري د سړکونو د نه رغولو په غبرګون د ولایتي شورا دروازه هم د څو ورځو لپاره تړلې وه.
د نورستان پنځه ولسوالۍ لا هم له مرکز پارون سره مواصلاتي لارې نه لري چې اوسېدونکي یې د کونړ او لغمان ولایتونو له لارې مرکز پارون ته ورځي.
په دې ولسواليو کې برګمټال، کامدېش، دواب، منډول او نورګرام شامل دي.
د دې سيمو خلک د خپلو ستونزو په یادولو سره له مسوولینو غواړي چې سړکونه یې پاخه او ټولې مواصلاتي لارې یې جوړې کړي.
د برګمټال يوه اوسېدونکي خانزلي پژواک ته وويل: ((مهمه خبره دا ده چې غربي نورستان مرکز سره وصل شي، شپاړس کاله کېږي چې دغه سړکونه جوړ نه شول، زموږ غوښتنه له چارواکو دا ده چې دغه جوړ کړي، په خپله یې لیدلي چې یوه لویشت نه دی قیر شوی.))
دغه راز د واصل په نوم د نورستان د مرکز يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، مشکلات له حده زیات دي، د کرایې مشکلات شته دي، که څوک وظیفه لري، په میاشتو، میاشتو نورستان او یا ولسوالیو ته نه شي تللی.
خرابې لارې د نورستان خلکو ته هغه مهال نورې ستونزې هم پيدا کوي چې د ژمي په موسم کې پرله پسې واوره و وريږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن