Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روسيه: طالبان ترهګره ډله ده

کابل (پژواک ،۲ وږى۹۶): په کابل کې د روسيې سفارت وايي چې په دې وروستيو کې د افغانستان د مشرانو جرګې د رييس خبرې چې روسيه يې د داعش او طالبانو په ملاتړ تورنه کړې بې بنسټه بولي او د دوى له نظره دواړه ترهګرې ډلې دي.

 په هغه خبرپاڼه کې چې په کابل کې د روسيې له سفارت څخه پژواک اژانس ته رسېدلې راغلي چې په دې وروستيو کې د افغانستان د مشرانو جرګې د رييس فضل الهادي مسلميار هغه څرګندونې چې د روسيې په اړه يې له شمشاد تلوېزيون سره درلودې، بې بنسټه دي. 

 سفارت زياته کړې: (( مسلميار بياهم بې بنسټه ادعاوې مطرح کړې دي چې ګويا روسيه له ايران، پاکستان  سره په ګډه ترهګرو ډلو (داعش او طالبانو) ته روزنه  ورکوي.))   

سرچينې ويلي چې تراوسه پورې د افغانستان سياسي، نظامي او امريکايي چارواکو هېڅ يوه يې داسې دلايل نه دي پيداکړي چې وښيي روسيه  يادې ترهګرې ډلې له مادي ، تخنکي او روزنيز   پلوه حمايه کوي .  

دغه سفارت ويلي چې په افغانستان کې موجودې ترهګرې ډلې (طالبان، داعش، القاعده، تحريک اسلامي ازبکستان او تحريک اسلامي ترکستان شرقي) يې په خپله خاوره کې منع اعلان کړي او روسيه په دې باور ده چې دغه ډلې د غرب او منځي ختيځ د ځينو هېوادونو له خوا حمايه کيږي .

 په دې وروستيو کې د چارو ځينې شنونکي او يو شمېر سياسي څېرې له رسنيو سره داسې څرګندونې کوي چې ګويا د پاکستان ترڅنګ روسيه او ايران هم خپلې اړيکې د افغانستان حکومت له وسله والو مخالفينو سره ټينګې کړي او د دغو هېوادونو له خو يې مالي او نظامي ملاتړ کيږي.  

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.