Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناوې ولسوالۍ کي ۱۵ طالبان وژل شوي

لښکرګاه (پژواک، ۳ وږی۹۶): د هلمند چارواکي وايي، په ناوې ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان، پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ د تریخ ناور او سورخ دوز په سيمه کې عملیات پیل کړي چي له درې کیلومترو څخه زیات پرمختګ یې کړی دی.

ده زياته کړه،په دې عملياتو کې د مخلص په نوم طالب قوماندان او ۱۵ طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه راز يوه اندازه وسلې د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او د مخالفينو ٢٥ موټرسايکلونه له منځه وړل شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي، که څه هم په دې اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي چې د ګرشک په نهرسراج کې يې څلور امنيتي سرتېري وژلي دي.

د يادونې ده، چې د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و چې د هلمند د ګرشک او ناوې په ولسوالیو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.