کابل، دوهم تعقيب (پژواک ٤ وږى ٩٦): د کابل پوليس وايي، د اتمې حوزې اړوند سيمه کې د ملي اردو په رينجر د ماين چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې د کابل امنيه قومندانۍ وياند بصير مجاهد، پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل، دغه چاودنه نن ماښام په څه کم ٧ بجو د اتمې حوزې اړوند په "يک لينګه" کوتل سيمه کې د ملي اردو په رينجر موټر کې د مقناطيسي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د ملي اردو يو سرتېرى او يو ملکي وګړى وژل شوي او درې ولسي وګړي ټپيان دي.
د مجاهد په وينا، د چاودنې پرمهال د رينجر ترڅنګ سراچه موټر روان و چې له امله يې ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سيمې يو اوسېدونکى نجي الله وايي، د ماښام له لمانځه سره هممهال يې د چاودنې غږ واورېد او وروسته په سيمه کې د امبولانسونو د تګ راتګ اوازونه اورېدل کېدل.
د دې پېښې مسووليت تراوسه پورې چا نه دى منلى.
تېره ورځ هم، د کابل په خيرخانې سيمه کې پر يوه جومات بريد وشو او لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د يوه بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د ملي اردو د ساحوي کشف مدير د ناپېژاندو وسله والو له لوري ټپي شوى دى.
د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند په روښان مېنه کې ماښام ناوخته رامنځ ته شوې او په کې د ملي اردو د ساحوي کشف مدير احسان الله په ډزو ژوبل شوى او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










