Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ والي د ارګ پر وړاندې د ديني عالمانو د راټولېدو ګواښ وکړ

مزارشريف (پژواک، ۵ وږی ۹۶): د بلخ والي عطامحمد نور د ارګ پر وړاندې د ديني عالمانو د راټولېدو ګواښ وکړ.

همداراز يې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ته "مزدور" وويل او حکومت يې د "پنځو مفت خورو" په ولکه کې وګاڼه.

نوموړي چې په مزارشريف ښار کې يې د وږي په ۵مه، د خلکو غونډې ته وينا کوله، د وينا ډېری برخه يې د حکومت، د ده پر وړاندې دسيسو او د حزب اسلامي ګوند مشر حکمتيار باندې څرخېدلې ده.

هغه په نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په ارګ کې د ناستو "پنځو مفت خورو" خبرې ونه مني.

هغه نړيوالو ته په خطاب کې وويل، ملاتړ يې ترې کړی او لا به يې هم کوي، خو له خپلو ارمانونو نه په شا کېږي، چې يا د بهرني زور ته تسليم شي او يا هم د کوم داخلي زور ته تسليم شي.

نور د افغانستان په تړاو د ټرمپ وروستۍ تګلارې ته په اشارې سره وويل، چې که چېرې د دغې تګلارې له امله داعش او طالب قوي کېږي، نو ورته د منلو وړ نه ده.

نوموړي حکومت د ځان پر وړاندې په توطيه جوړېدو تورن کړ، خو ويې ويل، چا چې جرم نه وي کړی، نو له هېڅ توطيې نه ډارېږي.

د هغه په وينا، څوک چې د ده پر وړاندې له چا د توطيې جوړېدو په برخه کې کار اخلي، ده ته له ماشې ډېر ارزښت نه لري.

نور وويل، د ده رقابت له جمهور رييس او د ټاکنو پر مهال له مقابل لوري سره دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.