Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: په افغانستان کې د ثبات تامین او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته سل په سلو کې ژمن یو

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني او  امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سره وکتل او په دوه اړخيزو اړيکو يې خبرې کړې دي.

دا کتنه، نن په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ناستې ترڅنګ د کابل په وخت مازيګر مهال شوې ده.

په دې کتنه کې د امريکا ولسمشر د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د امريکا پوځيان به د افغانستان په جګړه کې برخه نه اخلي او يواځې د افغان ځواکونو روزنه به کوي.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې امريکا پوځي ځواکونه موجود دي او زياتره وخت د جګړې پرځاى د حالاتو د مديريت په برخه کې کار کوي.

ولسمشر غني په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې تګلاره مننه وکړه او ويې ويل چې د مرستو حساب ورکولو ته اماده دي.

غني په ډاګه کړې چې افغانان به خپله جګړه په خپله پرمخ بيايي او له امريکا څخه سپين چک نه غواړي.

ده ويلي، له امريکا نه غواړي چې سپين چک ورکړي او هوډ لري چې په خپلو مسووليتو په ځانګړي ډول له فساد سره د مبارزې په برخه کې به جدي کار کوي او ډاد ورکوي چې نور به مالي مرستې نه ضايع کېږي او په دې برخه کې به بشپړ ځواب ويل موجوده وي.

هغه زياته کړې، د امريکا د نوې ستراتيژي په پايله کې په افغانستان کې برياليتوب د حس وړ دى.

د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي، کابو يوه مياشت مخکې اعلان شوه.

له بلې خوا له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې دواړو مشرانو په افغانستان کې د تروریزم پر ضد د مبارزې، د سولې د تامین، اقتصادي ودې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز، ظرفیتونو او سرښندنو په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچيې د ډونالډ ټرمپ له خولې ويلي، دا مهال په افغانستان کې شل بین المللي تروریستي ډلې فعالیت کوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په قوت او مېړانه د هغوی پر وړاندې جنګېږي.

هغه زیاته کړې: "موږ سل په سلو کې په افغانستان کې د ثبات تامین او د تروریزم پر ضد مبارزې ته ژمن یو."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.