کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني او امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سره وکتل او په دوه اړخيزو اړيکو يې خبرې کړې دي.
دا کتنه، نن په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ناستې ترڅنګ د کابل په وخت مازيګر مهال شوې ده.
په دې کتنه کې د امريکا ولسمشر د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د امريکا پوځيان به د افغانستان په جګړه کې برخه نه اخلي او يواځې د افغان ځواکونو روزنه به کوي.
هغه زياته کړې، په افغانستان کې امريکا پوځي ځواکونه موجود دي او زياتره وخت د جګړې پرځاى د حالاتو د مديريت په برخه کې کار کوي.
ولسمشر غني په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې تګلاره مننه وکړه او ويې ويل چې د مرستو حساب ورکولو ته اماده دي.
غني په ډاګه کړې چې افغانان به خپله جګړه په خپله پرمخ بيايي او له امريکا څخه سپين چک نه غواړي.
ده ويلي، له امريکا نه غواړي چې سپين چک ورکړي او هوډ لري چې په خپلو مسووليتو په ځانګړي ډول له فساد سره د مبارزې په برخه کې به جدي کار کوي او ډاد ورکوي چې نور به مالي مرستې نه ضايع کېږي او په دې برخه کې به بشپړ ځواب ويل موجوده وي.
هغه زياته کړې، د امريکا د نوې ستراتيژي په پايله کې په افغانستان کې برياليتوب د حس وړ دى.
د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي، کابو يوه مياشت مخکې اعلان شوه.
له بلې خوا له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې دواړو مشرانو په افغانستان کې د تروریزم پر ضد د مبارزې، د سولې د تامین، اقتصادي ودې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز، ظرفیتونو او سرښندنو په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچيې د ډونالډ ټرمپ له خولې ويلي، دا مهال په افغانستان کې شل بین المللي تروریستي ډلې فعالیت کوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په قوت او مېړانه د هغوی پر وړاندې جنګېږي.
هغه زیاته کړې: "موږ سل په سلو کې په افغانستان کې د ثبات تامین او د تروریزم پر ضد مبارزې ته ژمن یو."
ده څرګنده کړې، د امریکا متحده ایالتونو حکومت او خلک له افغانستان سره هر ډول همکارۍ او د سوېلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا د اعلان شوې ستراتیژۍ تطبیق ته ژمن دي.
د نوموړي په وينا، دوى په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین او اقتصادي ودې غوښتونکي دي.
د ده په خبره، د امریکا متحده ایالات به د افغانستان د پرمختګ او هوساینې لپاره د کانونو په ګډون په بېلابېلو سکتورونو کې اقتصادي همکاري وکړي.
نوموړي ويلي، د امریکا متحده ایالات به له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو تر څنګ د نړۍ نور هېوادونه هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته وهڅوي.
ډونالډ ټرمپ د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او اقتصادي ودې په موخه د ترهګرۍ پر ضد په ګډه جدي مبارزه او همدارنګه د سیمه ییزه اقتصادي همکاریو په دوام ټینګار کړى دى.
د افغانستان ولسمشر د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتیژۍ له امله له جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څخه مننه وکړه او دا یې د امریکا متحده ایالتونو د حکومت یو تاریخي تصمیم وباله.
غني ويلي، د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي د افغانستان او سیمې لپاره دا فرصت برابر کړی چې د امنیت د تامین او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې لا جدي اقدامات وشي.
ده زياته کړې، تلپاتې او باعزته سوله د افغانستان د حکومت او خلکو لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د امریکا متحده ایالتونو د حکومت د دریځ او ملاتړ ستاینه وکړه.
نوموړي په سیمه ییزه اقتصادي همکاریو ټینګار کړ او په افغانستان کې د شته اقتصادي فرصتونو، طبیعي زېرمو او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه یې هغه ته معلومات ورکړل.
هغه زياتوي، د افغانستان حکومت د اقتصادي ودې په موخه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ، ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې هلې ځلې پیل کړي او په دې برخه کې د بهرنیو پانګو او همکاریو د جلبولو په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
ولسمشر د افغانستان د طبيعي منابعو د انکشاف لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ملاتړ هرکلی وکړ او وايي: "د افغانستان اقتصادي انکشاف او هوساینه د افغانستان د کانونو سکتور پراختیا پورې تړلې، له دې سره به موږ په خپلو پښو ودرېږو او د امنیتي لګښتونو له عهدې ووتلی شو."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










