منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، د تلې  لومړۍ نېټه ٩٦) : د هلمند د ناد علي ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې ووژل شو.

ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن مازيګر ناوخته رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې د ناد علي ولسوالۍ امنيه قوماندان  له ولسوالۍ څخه د لښکرګاه په لوري روان و، چې په لاره د وسلوالو مخالفينو په بريد کې ووژل شو.

خو د ولايت وياند عمر ځواک وايي، چې په دې بريد کې امنيه قوماندان ټپي او موټر يې تخريب شوى دى، خو د مړينې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړه ، چې تر دې مخکې د ناد علي د وژل شوي امنيه قوماندان درې نور وروڼه چې په پوليسو کې يې دندې لرلې، وژل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه