ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی

خوست کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی

author avatar
26 Sep 2017 - 17:11
خوست کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی
author avatar
26 Sep 2017 - 17:11

خوست ښار (پژواک، ۴ تله ۹۶): د خوست د ښځو چارو رياست مسوولين وايي چې د تېر کال په پرتله روان کال په دغه ولايت کې د ښځو  پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي.

هغوی دا څرګندونې نن (د تلې ۴مه) د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي علمي او څېړنيز سيمينار په ترڅ کې وکړې چې د دغه ولايت د مختلفو سيمو لسګونه مېرمنو او ځوانانو په کې ګدون کړی و.
د خوست د ښځو د چارو رييسې ملالۍ ولي دغه سيمينار ته په خپلو خبرو کې وويل چې تېر کال په دغه ولايت له ښځو سره د زور زياتي ۵۵ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال تر دې دمه ۱۷ پېښې ثبت شوې دي.

هغې زياته کړه: ((په دې پېښو کې نفقه نه ورکول، طلاق، د کم عمر ودونه، جبري ودونه او وهل ټکول شامل دي چې له دې جملې د ښځو چارو رياست اووه قضيې د خپل رياست په چوکاټ کې د حقوقي سالمو مشورو په اساس حل کړي دي.))

ملالۍ ولي د ښځو لپاره په بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی هغه څه وباله چې له کبله يې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې کموالۍ راغلی دی.

په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبيبي ياد سيمينار ته په خپلو خبرو کې بې سوادي، د مخدره موادو استعمال او ناسم دودونه هغه عمده ټکي ياد کړل چې له ښځو سره د تاوتريخوالي لامل ګرځي.

نوموړي وويل، که چېرې په دې برخه کې اړوند ارګانونه او ديني عالمان کوټلي ګامونه واخلي، لرې نه ده چې د ښځو پر وړاندې شته تاوتريخوالی به په پشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

هغه وايي: ((د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نور دلاليل هم ښايي وي خو که تعليم ته مخه کړو او  د مخدره توکو او بدو دودونو پر وړاندې جدي مبارزه وکړو، نو زه باور لرم چې دې مسئلې کې به بهبود راشي.))

د خوست د ولايتي شورا غړې زهره جلال بيا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو لپاره د هغوی باسواده کېدل تر هر څه اړين بولي.

نوموړې په دې برخه کې له ديني عالمانو او قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې د جومات او منبر له لارې ميندې او پلرونه وهڅوي څو په خپلو لورګانو باندې تعليم وکړي.

هغه زياتوي: ((باسواده ښځه هم خپل حقوق پيژني، هم د سړيو حقوق پيژني او هم د ټولنې له رسم و رواج سره ځان بلدوي او دې سره په څنګ کې د خپل خاوند حقوق پيژني، نو له دې خاطره ښځو ته تعليم ډېر اړين دی)).

مدني فعال ولي خان خادم بيا پژواک ته وويل، تېر ته په کتو دا ډول غونډې او سيمينارونه لکه څه ډول چې لازمه ده هغه ډول اغيزمن نه دي ثابت شوي.

هغه وايي چې دولت بايد هغه امکانات چې په دې برخه کې يې لري، ترې مناسبه ګټه واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.