ژبه

کونړ کې د ۴۰.۴ میلیون افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې

اسعداباد (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۳): د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي چې د یوې ازادې بولۍ له لارې د دغه ولایت په مرکز اسعداباد کې د ۴۰.۴ میلیون افغانیو په ارزښت ۲۲۲ کیلوګرامه قیمتي ډبرې وپلورل شوې.

د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمدشیرین د ازادې بولۍ په جوړو شوو مراسمو کې وویل، هڅې یې پېل کړې څو د قیمتي کاڼو سوداګرو ته د پېر او پلور مناسب فرصتونه برابر کړي.

هغه زیاته کړه:«نن د ګڼ شمېر سوداګرو په حضور کې د ګران بیه ډبرو د پلور بولي په شفافه توګه ترسره شوه او د څلوېښت اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په ارزښت کاڼي پکې وپلورل شوې.»

هغه زیاته کړه چې د قیمتي کاڼو په دغه اندازه پیسو کې لس سلنه ېې د یوې شفافې پروسې له لارې د حکومت خزانې ته حواله کېږي.

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر له حکومت غوښتنه کوي چې د قیمتي ډبرو د کانونو د فني کېندنې په برخو کې ورسره د وسایلو او توکو مرسته وکړي.

د ګران‌بیه ډبرو یو سوداګر حاجي ګوهر وایي خوښ دی چې کونړ کې د قیمتي کاڼو د پلور مرکز جوړ شوی او په وینا یې چې حکومت ته په کار ده، د دوی کاروبار ته په داخل او خارج کې لازیاتې مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادولو ده، څو ورځې وړاندې هم کونړ کې د یوې ازادې بولۍ له لارې د ۴۱،۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي کاڼي وپلورل شوې.