ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پول جوړېږي

خوست کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پول جوړېږي

author avatar
3 Oct 2017 - 14:50
خوست کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پول جوړېږي
author avatar
3 Oct 2017 - 14:50

خوست ښار (پژواک، ۱۱ تله ۹۶): په خوست کې د يوه پول جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې د خلکو ډېرې ستونزې حل شي، بلخوا د لغمان د عامې روغتيا د نوې اداري ودانۍ د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې.

دغه پول د خوست مرکز اړوند د ديګانو په سيمه کې پر يوه خوړ جوړېږي چې مالي لګښت يې د ټولګټو چارو وزارت پر غاړه لري.

د خوست والي حکم خان حبيبي د تلې په ١١مه د ياد پله د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دغه پله باندې ۳۱،۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.

نوموړي زياته کړه، دغه پول چې ۳۰ متره اوږدوالى او ۸ متره سور لري، په جوړېدو سره به يې د سيمې د خلکو هغه ستونزې هوارې شي چې د سېلابونو راوتو پر مهال ورسره مخ دي.

هغه وايي: ((دغه پول د دې سيمې لپاره ډېر مهم او اړين دی، د دې تر څنګ د دغه پول ۶۰۰ متره سړک او د ۲۵۰ مترو په اوږدوالي سره د پول يوې غاړې او بلې غاړې ته استنادي دېوالونه هم جوړېږي.))

والي همدارنګه وويل چې په دغه ولايت کې تر ډېره بريده د پلونو اړتيا رفع شوې ده، خو د ځينو سيمو لپاره د پلونو پر جوړولو کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به يې چارې پيل شي.

د شاه ولي په نوم د ديګانو سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې په دې خوړ کې د سېلاب اوبه راشي، دوی خپل ناروغان پر وخت روغتون ته نه شي رسولی، زده کوونکي ښوونځيو او دولتي مامورين خپلو دندو ته نه شي تللی.

نوموړی زياتوي: ((ډېرو ناروغانو دلته د پله د نه شتون په صورت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. که چېرې دا پول جوړ شي، نو د دې منطقې ټولې هغه ستونزې چې دې پله سره تړاو لري، هوارې شي.))

د حاجي حکم خان په نوم د ديګانو سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، له دې لارې نه يواځې دوی، بلکې د تڼيو ولسوالۍ خلک هم ګټه اخلي، چې د پله په جوړېدو سره به هغوی ته هم د تګ راتګ اسانتيا برابره شي.

هغه زياته کړه: ((د دغه پله په جوړېدو سره زموږ ډېرې ستونزې هوارېږي، کله چې په دې خوړ کې د باران اوبه راغلي، موږ ورباندې موټر نه دي پورې کړي، ماشومان، ښځې او سړي ټول د خپلو خپلوانو کره پاتې کېږي)).

د يادونې ده، وړمه ورځ هم د خوست مرکز د مردي خېلو په سيمه کې د يوه بل پول د جوړېدو کارونه پيل شول، کوم چې د تڼيو ولسوالي له خوست ښار او ځينو نور سيمو سره نښلوي.

د يوه بل خبر له مخې، د نږدې پنځه نيم ميليونو افغانيو په ارزښت د لغمان د عامې روغتيا د نوې اداري ودانۍ د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.