منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:53 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونهغړي

خوست کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پول جوړېږي

· 3 دقیقې لوستل · 161 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۱ تله ۹۶): په خوست کې د يوه پول جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې د خلکو ډېرې ستونزې حل شي، بلخوا د لغمان د عامې روغتيا د نوې اداري ودانۍ د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې.

دغه پول د خوست مرکز اړوند د ديګانو په سيمه کې پر يوه خوړ جوړېږي چې مالي لګښت يې د ټولګټو چارو وزارت پر غاړه لري.

د خوست والي حکم خان حبيبي د تلې په ١١مه د ياد پله د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دغه پله باندې ۳۱،۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.

نوموړي زياته کړه، دغه پول چې ۳۰ متره اوږدوالى او ۸ متره سور لري، په جوړېدو سره به يې د سيمې د خلکو هغه ستونزې هوارې شي چې د سېلابونو راوتو پر مهال ورسره مخ دي.

هغه وايي: ((دغه پول د دې سيمې لپاره ډېر مهم او اړين دی، د دې تر څنګ د دغه پول ۶۰۰ متره سړک او د ۲۵۰ مترو په اوږدوالي سره د پول يوې غاړې او بلې غاړې ته استنادي دېوالونه هم جوړېږي.))

والي همدارنګه وويل چې په دغه ولايت کې تر ډېره بريده د پلونو اړتيا رفع شوې ده، خو د ځينو سيمو لپاره د پلونو پر جوړولو کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به يې چارې پيل شي.

د شاه ولي په نوم د ديګانو سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې په دې خوړ کې د سېلاب اوبه راشي، دوی خپل ناروغان پر وخت روغتون ته نه شي رسولی، زده کوونکي ښوونځيو او دولتي مامورين خپلو دندو ته نه شي تللی.

نوموړی زياتوي: ((ډېرو ناروغانو دلته د پله د نه شتون په صورت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. که چېرې دا پول جوړ شي، نو د دې منطقې ټولې هغه ستونزې چې دې پله سره تړاو لري، هوارې شي.))

د حاجي حکم خان په نوم د ديګانو سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، له دې لارې نه يواځې دوی، بلکې د تڼيو ولسوالۍ خلک هم ګټه اخلي، چې د پله په جوړېدو سره به هغوی ته هم د تګ راتګ اسانتيا برابره شي.

هغه زياته کړه: ((د دغه پله په جوړېدو سره زموږ ډېرې ستونزې هوارېږي، کله چې په دې خوړ کې د باران اوبه راغلي، موږ ورباندې موټر نه دي پورې کړي، ماشومان، ښځې او سړي ټول د خپلو خپلوانو کره پاتې کېږي)).

د يادونې ده، وړمه ورځ هم د خوست مرکز د مردي خېلو په سيمه کې د يوه بل پول د جوړېدو کارونه پيل شول، کوم چې د تڼيو ولسوالي له خوست ښار او ځينو نور سيمو سره نښلوي.

د يوه بل خبر له مخې، د نږدې پنځه نيم ميليونو افغانيو په ارزښت د لغمان د عامې روغتيا د نوې اداري ودانۍ د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، دا پروژه د ولايت د مرکز په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې پلې کېږي.

هغه زياته کړه، د دې پروژې چارې به په  درېيو مياشتو بشپړې شي.

د يادې پروژې د کار د پيل پر مهال د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د لغمان په کچه د عامې روغتيا رياست د نوي اداري تعمير او د معتادينو د روغتون لپاره د احاطې جوړېدل يوه ستره اړتيا په ګوته کړه.

ده زياته کړې، په دغه ځای کې به نه يواځې دا چې ډاکترانو ته د خدمت کولو په خاطر يو مناسب چاپېريال برابر شوی وي، بلکې ناروغان به هم په راتلونکي کې له بېروني مزاحمتونو څخه په امن کې وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه
بيارغونه

د افغانستان او د سیمې د څلورو هېوادونو چارواکو د «کاسا» اوسپنې پتلۍ پروژې په اړه خبرې کړې

بيارغونه

هرات کې د ټاپي د فرعي ګاز نل‌لیکې مسیر او د وېش شبکو ساحې تثبیت شوې

بيارغونه

غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

بيارغونه

په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې پیل شوه

بيارغونه

د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه

بيارغونه

له واخان څخه د چین تر پولې سړک پرانیستل شو؛ چارواکو پر اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګار وکړ

بيارغونه

د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

بيارغونه

د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي