ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اقتصادي لېږد د افغانستان د حکومت تر ټولو عمده ستونزه ده”

“اقتصادي لېږد د افغانستان د حکومت تر ټولو عمده ستونزه ده”

author avatar
19 Nov 2017 - 11:53
“اقتصادي لېږد د افغانستان د حکومت تر ټولو عمده ستونزه ده”
author avatar
19 Nov 2017 - 11:53

بيجينگ (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د پکينگ دولتي پوهنتون د سوېلي اسيا د مطالعاتو مرکز مشر وايي چې ترهګري د افغانستان او سيمې لپاره جدي خطر دى، خو د افغان حکومت عمده ستونزه يوه غوړېدلي اقتصاد او د اقتصادي وضعيت ښه کېدو ته نه رسېدنه ده.

ونګ شو(Wang Xu) د چين په پلازمېنه کې له افغان او پاکستاني خبريالانو سره د ليدنې پر مهال وويل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سياسي ننګونو او دوه اړخيزه تورونو د اړيکو د ښه والي لپاره د دواړو هېوادونو پر فرصتونو منفي اغېز کړى دى.

 هغه ټينګار وکړ چې سياسي اختلافات تل د بېلابېلو هېوادونو تر منځ موجود وي، خو بايد د ننګونو او ويجاړۍ سبب نه شي.

د پکينګ دولتي پوهنتون د سوېلي اسيا د مطالعاتو مرکز مشر د بېلګې په ډول د هند او چين تر منځ د سياسي اختلافاتو حتى سرحدي ستونزو يادونه وکړه، خو څرګنده يې کړه چې د دواړو هېوادونو قوي اړيکو او اقتصادي راکړې ورکړې دا موضوعات څنډې ته کړي او دا کار کولى شي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ هم وشي.

ونګ شو له ترهګرۍ سره د ځينو پاکستاني چارواکو د چلند او تفکيک په باب د افغانانو د ليدلوري په اړه وويل چې ترهګري ښه او بد نه لري، په هر حالت کې خطرناکه ده او دا موضوع بايد جدي ونيول شي.

د دغه مطالعاتي مرکز مشر، د افغانستان د سولې بهير په اړه هم وويل چې د دې طرحې ترسره کول پر نړيواله همکاري پورې اړه لري، خو که چېرې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره نه شي، نو پايله به يې مثبت او تلپاتې نه وي.

شور زياته کړه چې په افغانستان کې پراخ ظرفيت شته، خو د افغان حکومت ستونزه اقتصادي لېږد او د خپلو سترو زېرمو په ځانګړي ډول کانونو څخه سمه ګټه اخيستنه ده.

د ياد مرکز د مشر په خبره، افغانستان بايد يوه فعال او پر ځان بسيا اقتصاد ته د رسېدو لپاره په کور دننه د غوره او اوچت ظرفيت جوړونې زمينه مساعده کړي او کولى شي چې د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د چين له تجربو نه ګټه  واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.