منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هاوان مرمۍ اته ماشومان ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۴ کتنې

لښکرګاه (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٦): د هلمند چارواکي وايي، په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله، اته ماشومان ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ماښام په پنځه نيمو بجو شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې اته ماشومان ټپيان شوي چې د څلورو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

د هغه په وينا، ياده ساحه د دولت تر واک لاندې ده او د هاوان مرمۍ هم د طالبانو له سيمې راتوغول شوې ده .

د ګرشک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عنايت الله، پژواک ته وويل، دغه مرمۍ د داب بازانو سيمې په يوې کوڅه کې لګېدلې، مرګ ژوبله لري، خو د شمېر په يې اړه معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه