منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چاودنې درې ماشومان ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۵ کتنې

لښکرګاه (پژواک ۱۱ لیندۍ ۹۶): د هلمند چارواکي وايي، په ګرشک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې درې ماشومان ټپيان کړي دي.

د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن ناوخته د حوض خوشک په سیمه کې په هغو ماشومانو شوې چې مالونه يې څرول.

د ده په وينا، د ماشومانو عمرونه د لسو کلونو په شاوخوا کې دي، چې د دوو پښې پرې شوي او درېيم يې هم برسېرن ټپونه لري.

هغه زياته کړه، لومړۍ درملنه يې د ګرشک په روغتون کې شوې او وروسته يې د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته ولېږل.

د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي، له ګرشک څخه درې ماشومان په ټپي حالت کې ورته راوړل شوي دي، خو د روغتيايي حالت په يې اړه يې څه ونه ويل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه