کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٦): ولسمشر محمداشرف غني نن مازیګر د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته لاړ.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني به په دې سفر کې د ازبکستان له جمهور رئیس شوکت میرضیایف او د دغه هېواد لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره ووینې او د واړو هېوادونو ترمنځ به په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکاریو بحث او خبرې وکړي. دغه راز به د افغانستان او ازبکستان مشران ګډه اعلامیه هم صادره کړي.
سرچينه کاږي، د دې سفر په لړ کې به په بېلابېلو برخو کې څو موافقتنامې او د همکارۍ اسناد په ځانګړي ډول په امنیتي، ځمکني او هوايي ترانزیټ، اقتصاد او سوداګرۍ، لوړو زده کړو، انرژۍ او کرنې سکتورونو او د حقوقي مرستو معاهده د دواړو هېوادونو مقامات لاسلیک کړي.
سرچينه زياتوي، ولسمشر به د تاشکند او بخارا ښارونو له ځینو تاریخي ځایونو لیدنه وکړي او په بخارا پوهنتون کې به ډیپلوماټانو او د دې پوهنتون محصلینو او استادانو ته وینا هم وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، له نوموړي سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي، د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی شاکر کارګر او څو نور چارواکي او سلاکاران ملتیا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن