ژبه

تازه خبرونه
چارواکي : په بلخ  کې ۶۳۵ ديني مدرسې په غير رسمي توګه فعاليت کوي

مزارشريف (پژواک، ۱۶ ليندۍ، ۹۶): د حج او اوقافو مسوولين وايي چې په بلخ ولايت کې ۶۳۵ ديني مدرسې په غير رسمي توګه فعاليت کوي.

د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست مسوولينو، نن يو شمېر ديني مدرسو ته جواز ورکولو په وياړ غونډه کې وويل، دوی هڅه کوي پاتې مدرسې هم له دولت سره رسمي کړي.

نن په همدې تړاو د روضې په جومات کې غونډه جوړه شوې وه چې ۳۰ فعالو ديني مدرسو ته په کې د دولت رسمي جوازونه ورکړل شول.

د بلخ د حج او اوقافو رياست د ديني مدرسو د ثبت پروسې مسوول مولوي امرالدين پژواک خبري اژانس ته وويل، له يادو مدرسو سره په بلخ کې د راجستر شويو مدرسو شمېر ۶۵ ته ورسېد.

نوموړي زياته کړه، لا هم په بلخ کې ۶۳۵ ديني مدرسې د دولت له رسمي جواز پرته فعاليت کوي.

د حج او اوقافو رييس محمد دانشجو پژواک ته وويل، له تېرو دوه کلونو يې په دغه ولايت کې د فعالو ديني مدرسو د ثبتېدو پروسه پيل کړې ده.

نوموړي يې تر دې دمه د ټکنيتوب لامل د دولت او مدرسو تر منځ د اعتبار نشتوالي وښود.

د هغه په وينا، د دوی کارمندان هڅه کوي چې ديني عالمانو او د مدرسو مسوولينو ته قناعت ورکړي، چې دغه چاره يې په ګټه ده.

بلخوا ديني عالمان له دولت سره د ديني مدرسو ثبتېدل، د دواړو اړخونو لپاره ګټور بولي.

ديني عالم محسن دانش وويل، لا هم وېره شته چې د دولت وسله وال مخالفين به له دغه ډول ديني مدرسو څخه د دولت په خلاف ګټه پورته کوي.

نوموړي زياته کړه، له ثبتېدو وروسته به د دولت دغه ډول شکونه هم له منځه لاړ شي.

هغه همداراز د ثبتېدو چاره د مدرسو لپاره هم ګټوره وبلله.

مولوي دانش وويل، زده کوونکو ته به يې د دولت رسمي فراغت سندونه ورکړل شي، چې له حقوقو به يې ښه ګټه واخيستلی شي.

نوموړي همداراز زياته کړه، د ثبتېدو له لارې به مدرسې د دولت ه خوا له ځينو امتيازاتو برخمنې شي.

ورته موضوع