مزارشريف (پژواک، ۲۶ ليندۍ ۹۶): د عامې روغتيا وزير د بلخ ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د پنځو روغتيايي پروژو د پرانيستې پر مهال ادعا کړې ده چې ٨٠ سلنه هېوادوال لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسى لري.
د عامې روغتيا وزير داکټر فيروز الدين فيروز په بېلا بېلو سيمو کې د مختلفو روغتيايي پروژو د پرانيستې پر مهال دغه ولايت ته سفر کړی و.
نوموړي ددې پروژو د پرانيستې پر مهال ادعا کړې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د ټول هېواد په کچه په لرې پرتو سيمو کې ۴۰۰ روغتيايي مرکزونه جوړ شوي، چې له امله يې خلکو ته د روغتيايي اسانتياوو کچه کې مثبت بدلون راغلی دی.
د هغه په وينا، د هېواد په لرو پرتو سيمو کې لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته د لاس رسي کچه اتيا سلنې ته رسېدلې ده.
نوموړي د دغه ولايت په بېلا بېلو سيمو کې دوه روغتيايي پروژې، چې چارې يې بشپړې شوې وي، پرانيستې او د درې نورو د چارو د پيل کېدو پرانيسته يې وکړه.
د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع وويل، په حيرتان بندر کې يو روغتيايي مرکز د هندوستان هېواد په مالي مرسته د نږدې ٦٥٩ زره امريکايي ډالرو په لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
همداراز په مزارشريف ښار کې د توبرکلوز ناروغۍ د درملنې ۲۴ بستريز روغتون د ګلوبل فنډ په مالي لګښت د ١٨٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د عامې روغتيا رييس وويل، له دې پرته د درېيو نورو پروژو د چارو د پيل پرانيسته هم وشوه.
نوموړي زياته کړه، چې د کلدار ولسوالۍ لپاره د عامې روغتيا وزارت له بوديجې د ۲۶۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP