منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عامې روغتيا وزير ادعا: ٨٠ سلنه افغانان روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۶ ليندۍ ۹۶): د عامې روغتيا وزير د بلخ ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د پنځو روغتيايي پروژو د پرانيستې پر مهال ادعا کړې ده چې ٨٠ سلنه هېوادوال لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسى لري.

د عامې روغتيا وزير داکټر فيروز الدين فيروز په بېلا بېلو سيمو کې د مختلفو روغتيايي پروژو د پرانيستې پر مهال دغه ولايت ته سفر کړی و.

نوموړي ددې پروژو د پرانيستې پر مهال ادعا کړې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د ټول هېواد په کچه په لرې پرتو سيمو کې ۴۰۰ روغتيايي مرکزونه جوړ شوي، چې له امله يې خلکو ته د روغتيايي اسانتياوو کچه کې مثبت بدلون راغلی دی.

د هغه په وينا، د هېواد په لرو پرتو سيمو کې لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته د لاس رسي کچه اتيا سلنې ته رسېدلې ده.

نوموړي د دغه ولايت په بېلا بېلو سيمو کې دوه روغتيايي پروژې، چې چارې يې بشپړې شوې وي، پرانيستې او د درې نورو د چارو د پيل کېدو پرانيسته يې وکړه.

د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع وويل، په حيرتان بندر کې يو روغتيايي مرکز د هندوستان هېواد په مالي مرسته د نږدې ٦٥٩ زره امريکايي ډالرو په لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

همداراز په مزارشريف ښار کې د توبرکلوز ناروغۍ د درملنې ۲۴ بستريز روغتون د ګلوبل فنډ په مالي لګښت د ١٨٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د عامې روغتيا رييس وويل، له دې پرته د درېيو نورو پروژو د چارو د پيل پرانيسته هم وشوه.

نوموړي زياته کړه، چې د کلدار ولسوالۍ لپاره د عامې روغتيا وزارت له بوديجې د ۲۶۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.

د هندوستان هېواد په مالي ملاتړ د ۳۷۰۵۷۲امريکايي ډالرو په لګښت د مرکزي پولي کلينيک د جوړېدو چارې پيل شوې.

همداراز د خوړو او درملو د کيفيت د څرنګوالي معلومېدو مرکز د جوړېدو چارې د ښارجوړونې وزارت له بوديجې د ۹۳۳۰۸۸۰۰افغانيو په لګښت پيل شوې.

د عامې روغتيا رييس وويل، د يادو مرکزونو په جوړېدو به په بلخ ولايت کې درمليزو چارو ته د خلکو د رسېدنې کچه لا پسې زياته شي.

د عامې روغتيا وزير فيروز الدين وويل، که څه هم اوس هر کال د ځينو روغتيايي درمليزو چارو د نشتوالي له امله ډېری افغانان بهر هېوادونو ته سفرونه کوي؛ خو دوی هڅه کوي چې د ورته مرکزونو د جوړېدو له لارې دغه تشې ډکې کړي.

نوموړي زياته کړه، د دوی د معلوماتو له مخې، هر کال افغانان ۲۸۰ ميليونه ډالر په بهرنيو  هېوادونو کې په درمليزو چارو لګوي.

د بلخ د عامې روغتيا د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې ۱۳۶ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي، چې ډېری يې په لرو پرتو سيمو کې خلکو ته درمليزې اسانتياوې برابروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا