کابل (پزواک، ۸ مرغومی ۹۶): عبدرب الرسول سیاف د جمعیت ګوند له اجرايي رییس سره د ارګ او سپېدار ماڼۍ د اختلافاتو په اړه ویلي، اړینه ده دغه اختلافات د تفاهم له لارې حل شي.

استاد سیاف دغه موضوع نن په پغمان کې د یوې علمي ناستې په څنډه کې بیان کړه.

هغه د ارګ او د جمعیت ګوند د اجرايي رییس اختلافاتو ته په اشارې وویل: ((د ملک سلامت، د ملک خیثیت او ابرو او په هېواد کې د ثبات او سوکالۍ لپاره دا ایجابوي چې له کوچنیو خبرو تېر شو، له یو بل سره تفاهم وکړو.))

دغه جهادي رهبر په دې اړه په ټینګار سره چې نه غواړي د دې قضیې جزئیاتو ته ولاړ شي، زیاته کړه: ((باید د ورورۍ او دوستۍ لاسونه سره ورکړو او هېواد له دغه تیاره حالته را وباسو، اوس د دغو لانجو وخت نه دی، باید له هغو تېر شو، د غم ټغر ټول کړو او افغانستان د رامۍ او سوکالۍ لور ته بوځو.))

ارګ د مرغومي په ۲۷مه اعلان وکړ چې ولسمشر غني د بلخ د والي عطامحمد نور استعفا منظوره کړې او د هغه پر ځای یې د جمعیت ګوند یو بل غړی محمد داوود یې د هغه پر ځای د بلخ والي ټاکلی دی.

خو عطامحمد نور اعلان وکړ چې استعفا یې نه ده ورکړې او نه غواړې له خپلې څوکۍ لرې شي.

نور د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله د ځان پر وړاندې پر دسیسې جوړولو تورن کړ او ویې ویل چې د دې قضیې تر شا د هغه لاس دی خو ډاکتر عبدالله دغه تور رد کړی دی.

د جمعیت ګوند هم ویلي چې د عطامحمد نور په اړه د ارګ پرېکړه عجولانه، غیر مسوولانه او د افغانستان د ثبات او امنیت او ملي یووالي حکومت د اصولنامې خلاف ده او ورسره مخالف دي.

سیاف د دې علمي ناستې په دوام د وسله والو مخالفینو د بریدونو په اړه خبرې وکړې او د کابل د تېرې ورځې خونړی برید یې چې ۴۰ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان و، وغانده.

د هغه په خبره، ځانمرګی برید د اسلام له نظره حرام کار دی او دغه ډول کړنې ډېرې کورنۍ د غم په ټغر کېنوي او ستر جنایتونه دي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې ترسره کېږي.