کابل (پژواک، ۲۴ مرغومى ۹۶): د ریکتر ٥،٣ درجې زلزلې د افغانستان ځينې برخې ولړزولې، خو د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
د امريکا متحده ايالتونو د ځمک پېژندنې اداره وايي، نن له غرمې وروسته يوه بجه او نهه څلوېښت دقيقې د ریکتر ٥،٣ درجې زلزلې د افغانستان شمال ختيځې سيمې ولړزولې.
سرچينه د يادې زلزلې مرکز د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې تر ځمکې ٢٠٤،٢ کيلومتر لاندې ښودلى دی.
د دې زلزلې کمرزوي ټکانونه د پلازمېنې کابل په ګډون په څو نورو ولايتونو کې هم حس شوي، خو تر دې دمه يې د زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.
دوه کاله وړاندې په افغانستان او پاکستان کې د شوې زلزلې له امله نږدې ۳۰۰ تنه مړه شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن