منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
ټولنهغړي

د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سره شخړه هواره شوه

· 2 دقیقې لوستل · 131 کتنې

خوست ښار (پژواک،۲سلواغه۹۶): په خوست کې د منګلو او مقبلو دوو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت پرسر راپورته شوې وسله واله شخړه د يوې غونډې په ترڅ کې هواره شوه.

د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ دغه شخړه د لسګونو کلونو راهيسې د بازي په نوم د يوه غره او د سينځيلۍ په نوم د ځمکې د ملکيت پرسر روانه وه، چې دواړو لوريو ته په کې د سر او مال زيانونه هم اوښتي دي.

ياده شوې شخړه د هغه ۸۳ کسيز پلاوي په مټ هواره شوه، چې د ولسمشر په حکم د سوېل ختيځو ولايتونو د قومونو ترمنځ د شخړو او لانجو د بنسټيز حل په موخه جوړ شوی، چې غړي يې هم د همدې ولايتونو يو شمېر ديني عالمان او قومي مشران دي.

د خوست والي حکم خان حبيبي په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، د هغې پرېکړې له مخې چې ياد شوي پلاوي کړې، منګل او مقبل قومونه به خپلې مورچلې ړنګوي او درنې وسلې به دولت ته سپاري.

نوموړي وويل، د شوې پرېکړې له مخې به دواړه قومونه په خپلو سيمو کې شکمنو کسانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او دواړه به د تېر په څېر له يو بل سره د ورورۍ ژوند پيلوي.

والي حبيبي زياته کړه، پرېکړه وروستۍ ده او که هر چا له دې وروسته له شوې پرېکړې سرغړونه وکړه، امنيتي ارګانونو ته امر شوی  چې پر وړاندې يې جدي اقدامات وکړي.

هغه زياته کړه: ((زه نن په سراحت سره د دواړو قومونو مشرانو ته وايم، که چېرې مو دا پرېکړه ونه منله، نو امنيتي ارګانونو ته مې دا سپارښتنه ده، جدي اقدامات وکړي او زه نه پرېږدم چې يو د نظام دننه يو بل په ټوپک وګواښي او دا بغاوت دی.))

له دې وړاندې هم څو ځله د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د راپورته شوې شخړې په هکله پرېکړې شوې، خو عملي شوې نه دي، خو دا ځل د خوست والي ډاډ ورکوي چې دا پرېکړه به نه ماتيږي او هغوی به يې تطبيقوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول ټولنه
ټولنه

اسلام‌اباد کې د ورځپاڼو وېش درېدلی؛ رسنيز فعالان: د پاکستان رسنۍ د سقوط له حالت سره مخ دي

ټولنه

د کابل په پغمان کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

ټولنه

ملګري ملتونه: راروان ژمی به په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي

ټولنه

د ا.ا د مشر فرمانونو په اړه د څلور زره کسانو په ګډون لوی کنفرانس جوړېږي

ټولنه

د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو مالکان د قسطونو تحویلۍ ته وروستی فرصت غواړي

ټولنه

د جلال‌باد د انګورباغ د ځمکې په تړاو د سترې محکمې وضاحت

ټولنه

کابل کې د «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي پانګه‌والو ته د کور او ښار جوړولو وزارت خبرداری

ټولنه

بلخ کې ۲۵۰ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه