ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لویو قراردادونو کې د ۱۱ ميلیارده افغانیو ضایع کېدو مخنیوی شوی

په لویو قراردادونو کې د ۱۱ ميلیارده افغانیو ضایع کېدو مخنیوی شوی

author avatar
22 Jan 2018 - 19:02
په لویو قراردادونو کې د ۱۱ ميلیارده افغانیو ضایع کېدو مخنیوی شوی
author avatar
22 Jan 2018 - 19:02

کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٦): د ملي تدارکاتو کمېسیون په تېر مالي کال کې ٨٠٠ پروژې ارزولي او په پايله کې يې د ۱۱ میلیارده افغانیو د ضایع کېدو مخنیوی شوی دی.

د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پيلېږي.

د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو کمېسيون تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه وکړه.

وروسته د ملي تدارکاتو ادارې په تېر مالي کال کې د دې ادارې او د ملي تدارکاتو کمېسیون د کړنو راپور وړاندې کړ.

سرچينه ليکي چې د تېر مالي کال د راپور پر بنسټ، ملي تدارکاتو کمېسیون د وزارتونو د امرینو له صلاحیتونو څخه پورته تر ۸۰۰ زیاتې پروژې ارزولې او دغه کمېسیون پرې تصمیم نیولی چې د دې ارزونو په پایله کې د ۱۱ میلیارده افغانیو د حیف او میل مخنیوی شوی دی.

د ملي تدارکاتو ادارې لوی ريیس انجینر الهام عمر هوتکي دغه راپور ياد کمېسيون ته وړاندې کړ او ويې ويل چې د تدارکاتي اصلاحاتو پروسې په ۱۳۹۶ مالي کال کې د تدارکاتو قانون د مراعاتولو او روڼوالي، د پروسې چټکتیا او زماني موثریت، سپما، د مالیې د ورکړې زیاتوالي، قانوني څار، د متخلفو او جعلي شرکتونو محرومېدل او د مفسدو مجراوو محدودولو په برخه کې مطلوبې پایلې درلودې.

هغه ويلي چې په ۱۳۹۶ مالي کال کې زیات تحرک په بېخ بنایي او ساختماني پروژو کې رامنځته شوی او د ملي تدارکاتو کمېسیون ډېرې د فواید عامې، اوبو او برېښنا، د کلیو پراختیا او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې له څېړنو وروسته منظور کړې دي.

هوتکي وايي چې په ۱۳۹۶ مالي کال کې د تېر کال په پرتله په عملیاتي لګښتونو کې هم د پام وړ کموالی راغلى دى.

د هغه په وينا، د ملي تدارکاتو کمېسیون او د ملي تدارکاتو اداره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړې ادارې (SIGAR) او دغه راز د فساد ضد څارنې او ارزونې ګډې کمېټې (MEC) په راپورونو کې مثبت ارزول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو کمېسيون د تېرې ورځې په ناسته کې د ۴۷۳ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور تړونونه منظور کړل چې د کابل ښاروالۍ ۵ قلمه ساختماني مواد، د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوجۍ سیستم، د اندخوی، شبرغان د برېښنا سب سټېشن قرارداد تعدیل، د مزارشریف د سب سټېشن پراختیا او د پوهنې وزارت لپاره د تېلو د تدارک چمتووالی په کې شامل دي.

سرچينه ليکي چې په دې غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو د ملي تدارکاتو ادارې، وزارتونو او اړوندو ادارو چارواکو، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصادي کمېسیونونو، د مشرانو جرګې ملي اقتصاد کمېسیون، د امریکا متحده ایالتونو د څارنې ځانګړې ادارې (سیګار) او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او نړیوالو څارونکو حضور درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.