منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۶ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​هلمند کې اووه پولیس وژل شوي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

لښکرګاه )پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): امنیتي سرچینې وايي چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه بريد کې اووه پوليس سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د چوغکي په سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد اووه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د اړوندې موضوع اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د چوغکي پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وويل چې بريد د لږ ساعت لپاره دوام وکړ خو امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او د طالبانو بريد یې پر شا وتمباوو.

ځواک زياته کړه چې په ياده جګړه کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.

طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې طالبانو تېره د چوغکي پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اته سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او نهه ميله وسله يې هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

ګرمسېر د هلمند د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې دا مهال يې يواځې مرکز له امنيتي ځواکونو سره دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه