منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې سلګونه پوليس د ځينو کسانو د امنيت ساتلو لپاره خدمتي ګومارل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک،۳سلواغه۹۶): په هلمند کې سلګونه پوليس د خپلو اصلي دندو پرځاى د ځينو کسانو د امنيت ساتلو لپاره خدمتي ګومارل شوي دي.

پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې له مخې يې د هلمند ٥٥٦ تنه پوليس د دې ولايت د امنيت د تامين پر ځاى، د هلمند ترڅنګ په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د څو چارواکو او اشخاصو د امنيت د ټينګښت لپاره خدمتي ګومارل شوي دي.

کومې سرچينې چې دغه اسناد پژواک ته ورکړي، وايي چې دغه ډول بې نظمي د اداري فساد او خيالي پوليسو رامنځته کېدو ته زمينه برابروي.

هغه زياته کړه: ((دغه بې نظمي د دې لامل شوې چې يو شمېر زورواکي او په فساد ککړ کسان د پوليسو په نوم معاشونه واخلي او په خپلو جيبونو کې يې واچوي.))

سرچينې وويل، زياتره خدمتي پوليس د ملي شورا او ولايتي شورا د غړو د امنيت د ټينګښت لپاره ګومارل شوي دي.

د ترلاسه شويو اسناد له مخې، په دې خدمتي پوليسو کې سل تنه يې د ناوې ولسوالۍ د پوليسو له تشکيل څخه، ١٣١ تنه يې د نادعلي، ٩٤ د کجکي، ٣٠ تنه د سنګين، ١١ تنه د ګرشک، ٢٢ تنه د خانشين، شپږ تنه د واشېر او پاتې نور د پوليسو د نورو برخو له تشکيل څخه کم کړاى شوي او خدمتي ګومارل شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاءلله افغان، پژواک ته وويل چې په خدمتي ډول د پوليسو ګومارل د امنيت پر ټينګښت منفي اغېزې کوي او فساد ته هم لار هواروي.

هغه وړانديز وکړ چې د هغو ولسواليو پوليس دې خدمتي کړل شي چې اوسمهال سقوط دي.

نوموړي د کورنيو چارو وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې دغه ستونزه هواره کړي.

دغه راز په هلمند کې د مدني ټولنې غړي عبدالحق ځواکمن وويل چې دغه ډول کړنې د پوليسو مورال کمزورى کوي.

ده ټينګار  وکړ چې ټول خدمتي پوليس بايد بېرته خپلو ارګانونو ته وسپارل شي، ترڅو د امنيت په ټينګښت کې ګټه ترې واخيستل شي.

د دې موضوع په اړه د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي هم پژواک ته وويل چې ځينې پوليس خدمتي ورکړل شوي دي.

د هغه په وينا، مخکې په کورنيو چارو وزارت کې يوه څانګه وه چې د ځينو مهمو اشخاصو لپاره به يې خدمتي پوليس ګومارل، خو اوس هغه څانګه له منځه تللې ده.

هغه زياته کړه: ((کله چې دغه څانګه له منځه لاړه، اوس د يو شمېر  ولايتونو پوليس خدمتي ورکول شوي دي.))

ساپي دا هم وويل، تېر کال چې د هلمند څو ولسواليو سقوط وکړ، نو پوليس يې هم کابل ته وغوښتل شول چې له امله يې د هلمند د پوليسو تشکيل د دوه زرو په شاوخوا کې کم شو.

هلمند دا مهال شاوخوا اته زره پوليس لري.

د يادونې  ده چې د هلمند د شپږ ولسواليو کنټرول دا مهال له وسله والو طالبانو سره دى او د پاتې نورو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه