ژبه

په هېواد کې د ماشومانو د نس ناستې مخنيوي ځانګړی واکسين پلی کېږي

توسط زرغونه صالحى

جنوري 27, 2018 - 7:03 pm

Views: 89

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): د عامې روغتيا وزارت اعلان کړى چې د روټا واکسين يې د واکسيناسيون ملي پروګرام ته داخل کړى او ماشومانو ته په وړيا ډول ورکول کېږي.

ډاکټران وايي چې روټا واکسين د اخته کس د غايطه موادو په وسيله په چاپېريال کې خورېږي او د خوراکي توکو، څښاک اوبو، لاسونو او ککړو وسايلو او بیا د خولې له لارې د انسان وجود ته ځي او د نس ناستي سبب ګرځي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر  فيروز الدين فيروز نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د دغه واکسينو تطبيق نن پيل شوی دی.

د هغه په خبره، روټا واکسين د څاڅکو په ډول ماشومانو ته په دوو دورو (شپږمه اوونۍ او لسمه اوونۍ) کې په وړيا ډول ورکول کېږي او ځاني عوارض نه لري.

وزير زياته کړه چې د دغه واکسينو په عملي کولو سره ماشومان د روټا له ويروس څخه د پيدا شوي نس ناستي ناروغي پر وړاندې وقايه کېږي.

login or register a new account.