ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د بوديجې د روڼتيا په برخه کې د سيمې په کچه دويم مقام ترلاسه کړ

افغانستان د بوديجې د روڼتيا په برخه کې د سيمې په کچه دويم مقام ترلاسه کړ

author avatar
1 Feb 2018 - 19:49
افغانستان د بوديجې د روڼتيا په برخه کې د سيمې په کچه دويم مقام ترلاسه کړ
author avatar
1 Feb 2018 - 19:49

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٦): د مشارکت نړيوال سازمان ويلي، افغانستان په ٢٠١٧ زېږديز کال کې د بوديجې د روڼتيا په برخه کې د سيمې د شپږو هېوادونو تر مطالعې وروسته دويم مقام ترلاسه کړى دى.

د هېواد د ماليې وزارت پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د هېواد د ماليې وزير اکليل حکيمي پرون د روڼتيا نړيوال سازمان (IBP) په ناسته کې چې د واشنګټن په ښار کې د نړيوال بانک په ودانۍ کې ترسره شوه، د بوديجې د روڼتيا په برخه کې د افغانستان د اصلاحي کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په ياده ناسته کې په ٢٠١٧ زېږديز کال کې د هېوادونو د بوديجې د روڼتيا په برخه کې د دغه سازمان سروې وړاندې شوه.

د يادې سروې په چوکاټ کې افغانستان د بوديجې د روڼتيا په برخه کې له ټولو ١٠٠ نومرو ٤٩ نومرې ترلاسه کړې، چې له نړيوالو (٤٢) اوسط نومرو زياتې دي او د سوېلي اسيا په کچه يې له نيپال وروسته دويم مقام خپل کړى دى. افغانستان د بوديجې په برخه کې د خلکو د مشارکت له اړخه له ١٠٠ څخه ١٥ او د بوديجې د څارنې په برخه کې له ١٠٠ څخه ٤٣ نومرې ترلاسه کړې دي.

د بوديجې د مشارکت نړيوال سازمان څرګنده کړې چې افغانستان لا هم خپلو خلکو ته د دغه هېواد د بوديجې په اړه محدود معلومات وړاندې کړي دي او د بوديجې د روڼتيا په برخه کې د پرمختګ لپاره بايد د زماني جدول پر بنسټ خلکو ته معلومات ورکړل شي، چې له بوديجې د څار او له خلکو سره د نظرونو د تبادلې لپاره بايد لا ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

د بوديجې مشارکت نړيوال سازمان د هېوادونو له ملي بوديجې څخه په درېيو برخو "روڼتيا، مشارکت او څارنې" کې څېړنه او مطالعه کوي. په ٢٠١٧ زېږديز کال کې يې ١٠٢ هېوادونه مطالعه کړي دي.

د ماليې وزير اکليل حکيمي ويلي، په ٢٠١٧ زېږديز کال افغانستان د روڼتيا په برخه کې ٤٩ نومرې ترلاسه کړې چې که چېرې دغه نومرې د ٢٠٠٨ زېږديز کال له ٨ نمرو سره پرتله شي، نو په ډاګه کېږي چې په ياده برخه کې څومره اصلاحات رامنځته شوي دي.

د بوديجې مشارکت د نړيوال سازمان موندنو پر بنسټ، افغانستان د روڼتيا په برخه کې د ٢٠٠٨ کال پر مهال له ١٠٠ نومرو ٨ نومرو ، په ٢٠١٠ کال کې له ١٠٠ نومرو ٢١ نومرو ، په ٢٠١٢ کال کې له ١٠٠ نومرو ٥٩ نومرو او په ٢٠١٥ کال کې له ١٠٠ نومرو ٤٢ نمرې ترلاسه کړې دي.

د ماليې وزارت ويلي، د ١٣٩٧ لمريز کال (٢٠١٨) د ملي بوديجې هر اړخيزو اصلاحاتو او په ښه ډول عملي کولو ته په پام سره، هيله شته چې افغانستان به راتلونکى کال د بوديجې د روڼتيا په برخه کې د نړۍ په غوره هېوادونو کې راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.