ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د امریکا کلنی نظامي لګښت ۴۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي

په افغانستان کې د امریکا کلنی نظامي لګښت ۴۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي

author avatar
9 Feb 2018 - 13:32
په افغانستان کې د امریکا کلنی نظامي لګښت ۴۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي
author avatar
9 Feb 2018 - 13:32

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۶): د امریکا د دفاع وزارت وايي چې دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو نظامي چارو لپاره د کال ۴۵ میلیارده ډالره لګوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې په دې اړه د امریکا د دفاع وزارت په اسیايي چارو کې د یوه مهم چارواکي راندال شریور له قوله په افغانستان کې د دغه هېواد د ډېر لګښت په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا، د افغانستان جګړه د واشنګټن لپاره په کال کې ۴۵ میلیارده ډالره لګښت لري چې ۱۳ میلیارده په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو، پنځه میلیارده د افغانستان امنيتي ځواکونو او پاتې نورې د دغو ځواکونو د لوژستیک او تجیزاتو لپاره دي.

له دغو پیسو شاوخوا ۷۸۰ میلیونه ډالره د امریکا له خوا د افغانستان په اقتصادي برخه کې لګول کېږي.

دغې ورځپاڼې ویلي چې دغه لګښت له هغه وخته څو چنده کم دی چې د امریکايي ځواکونو شمېر په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېر و.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰زره امریکايي ځواکونه مېشت وو چې په کال کې یې ۱۰۰ میلیارده ډالره لګښت درلود.

دمګرۍ په افغانستان کې د امریکا ۱۶زره ځواکونه حضور لري.

په افغانستان کې د امریکا دغه لګښت په داسې حال کې اعلانېږي چې د ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې ښايي امریکا د افغانستان حکومت د ملاتړ په موخه له مخالفو جنګي ډلو سره سختې مقابلې ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر لس ورځې مخکې د طالبانو د خونړیو بریدونو په غبرګون کې وویل چې دغه هېواد نور له طالبانو سره خبرې نه کوي او د طالبانو او نور ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره به د دوی بریدونه ډېر شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.